فراه ولایت، د ښاروالي ریاست د دې ولایت د لومړۍ ناحیې اړوند څوارلسمې کوڅې د جغل اچونې کار پیل کړ.

نن سه شنبه د فراه ولایت، ښاروالۍ ریاست له لوري د دې ولایت د لومړۍ ناحیې اړوند، عمومي سړک د څوارلسمې کوڅې د جغل اچونې کار پیل شو. یاده کوڅه چې له ډیره وخته له ګڼو تشو او زورو سره لاس او ګریوان وه، نن یې رسما د جغل اچونې کارونه پیل شول. د جغل […]

نن سه شنبه د فراه ولایت، ښاروالۍ ریاست له لوري د دې ولایت د لومړۍ ناحیې اړوند، عمومي سړک د څوارلسمې کوڅې د جغل اچونې کار پیل شو.

یاده کوڅه چې له ډیره وخته له ګڼو تشو او زورو سره لاس او ګریوان وه، نن یې رسما د جغل اچونې کارونه پیل شول.

د جغل اچونې په وخت کې د ښاروالي ریاست، ښاروال ښاغلي مولوي صاحب عبدالظاهر “خادم” باختر خبري آژانس ته وویل، چې د لومړۍ ناحیې، عمومي سړک، د څوارلسمې کوڅې د سړک د جوړیدا پر مټ به زموږ ډیری ښاریان له شته کړاوونو او خنډونو څخه خوندي شي، پر دي کوڅه شاوخوا پنځه زره وګړي تګ راتګ کوي، ده زیاته کړه، چې د بارانونو د اورښت او موټرونو د تګ په وخت کې د دې کوڅې اړوند کورونه او وګړي له اوبو او دوړو څخه ډیر په تنګ راغلي، چې زموږ یوازینۍ موخه هم د چاپیریال د ککړتیا له منځه وړل او د ولس هوساینه ده.

ښاغلی خادم وایې، چې موږ غواړو د ښاروالي ریاست پر بودیجه او وسایلو باندې د فراه ښار په اته واړو ناحیو کې د لس (۱۰) کیلومتري په اندازه، ټولې هغه کوڅې چې ویجاړې شوې دي، د بیا ځل لپاره ورغوو.

 

بل خوا د څوارلسمې کوڅې یو تن استوګن (حاجی عبدالحکیم)  بیا د ښاروالۍ ریاست دا کار ستایي او وایې، چې موږ به د دې کوڅې په رغولو باندې ډیر هوسا شو، ځکه چې موږ د اورښتونو په وخت کې نشوای کولای، چې په دي کوڅه کې زړور تګ راتګ وکړو، حتی ډیری وخت به د مسجد له تګ څخه هم بې برخې وو.