نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د فراه ولایت د مقام له خوا د فرارود والسوالي د ستونزو د حل او سپړلو په موخه ګډ لوړ پوړي با صلاحیته هیئت خپل یو ورځنی هیئتي سفر ترسره کړل. یاد پلاوی، چې د ولایت مقام د ځانګړي استازي ښاغلي سعید مولوي صاحب په مشرۍ د فراه ولایت د بېلا بیلو ادارو […]
نن د فراه ولایت د مقام له خوا د فرارود والسوالي د ستونزو د حل او سپړلو په موخه ګډ لوړ پوړي با صلاحیته هیئت خپل یو ورځنی هیئتي سفر ترسره کړل.
یاد پلاوی، چې د ولایت مقام د ځانګړي استازي ښاغلي سعید مولوي صاحب په مشرۍ د فراه ولایت د بېلا بیلو ادارو له رئیسانو او استازو څخه جوړ او ټاکل شو دی، د فرارود والسوالی د شته ستونزو او ننګونو د څېړني او حل په پار د یادې ولسوالی مرکز ته رسیدلی، لومړی یې له سیمه ایيزو عالمانو، قومي مخکښو، له ملکي او نظامي مسؤلینو، مجاهدینو، عامو ځوانانو سره ولیدل او پر بیلا بېلو اړینو مسایلو یې ورسره خبرې وکړلې.
له لنډو ویناوو څخه وروسته یې پر یو لړ امنیتي، سکتوري، پوهنېزو او پرمختیایې موضوعاتو باندې لازم بحثونه وکړل، دوی د دې والسوالی له بندخونې او بندیانو څخه هم لیدنه وکړه.
یادو مشرانو د فرارود والسوالی ټولو مسؤلینو ته په دندو او ور سپارل شویو مسؤلیتونو کې د ښه کار او له خلکو سره په ښه کولو باندې ډیر ټینګار وکړل. او دوی ته یي لازمي لارښووني وکړي
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.