فراه ولایت، د عدلیې ریاست کې خپلمنځي ادارې ناستې ترسره شوه

  تیره ورځ د فراه ولایت په عدلیې ریاست کې، د دې ریاست د رئیس ښاغلي مولوي صاحب سردار محمد “مرصاد” تر رهبرۍ لاندې خپلمنځي اداري غونډه ترسره شوه، په غونډه کې د قضائیې، حقوقو، مساعدې آمریتونو آمرانو، د جواز او انسجام مدیریتونو مدیرانو او نورو ګڼو کارکونکو ګډون کړی وو. د عدلیې ریاست رئیس […]

 

تیره ورځ د فراه ولایت په عدلیې ریاست کې، د دې ریاست د رئیس ښاغلي مولوي صاحب سردار محمد “مرصاد” تر رهبرۍ لاندې خپلمنځي اداري غونډه ترسره شوه، په غونډه کې د قضائیې، حقوقو، مساعدې آمریتونو آمرانو، د جواز او انسجام مدیریتونو مدیرانو او نورو ګڼو کارکونکو ګډون کړی وو.

د عدلیې ریاست رئیس ښاغلي مولوي صاحب سردار محمد “مرصاد” د ټول اداري پرسونل او کارکونکو له کار څخه خوښې څرګنده کړه او د دوی د لا ښې هڅونې او کار په اړه یې وویل، چې موږ او تاسو باید د دې ټولنې او خلکو لپاره ښه په اخلاص او ایمانداري سره کار وکړو، له هر ډول بډ وهلو، درغلۍ او ټمبلۍ څخه لاس واخلو، هر سپارل شوي کار او دندې ته پر وخت حاضر شو، ترڅو د خلکو ستونزو ته پر وخت سره ځواب ویونکي واوسو.