فراه ولایت، د خاکسفید والسوالي ته د ولایتي رهبرۍ د اته کسېزې باصلاحیته هیئتانو یو ورځنی سفر

نن د فراه ولایت د خاکسفید والسوالي ته، د ستونزو د حل په پار باصلاحیته هیئتانو خپل هیئتي سفر ترسره کړل. یاد باصلاحیته هیئت چې د ښاغلي مولوي صاحب سعید تر رهبری لاندي دی د خاکسفید والسوالي د شته ستونزو د څېړلو او حل په موخه نن د دې ولسوالي مرکز ته ورسیدل، هیئتانو لومړی […]

نن د فراه ولایت د خاکسفید والسوالي ته، د ستونزو د حل په پار باصلاحیته هیئتانو خپل هیئتي سفر ترسره کړل.

یاد باصلاحیته هیئت چې د ښاغلي مولوي صاحب سعید تر رهبری لاندي دی د خاکسفید والسوالي د شته ستونزو د څېړلو او حل په موخه نن د دې ولسوالي مرکز ته ورسیدل، هیئتانو لومړی له سیمه ایيزو عالمانو، قومي جهادي رهبرانو، نظامي او ملکي مسؤلینو او مجاهدینو سره ناسته ترسره او پر بیلا بېلو موضوع ګانو یې ورسره خبرې وکړي.

د دې ناستې او لیدنې په ترڅ کې پر یو لړ امنیتي، کرهڼزیو، رغنېزو او پرمختیایې موضوعاتو باندې بحث وشو، دوی د دې والسوالي له ګڼو امنیتي او ملکي مسؤلینو سره، د لا غوره امنیت پر ځانګړو اصولو باندې بحثونه درلودل، چې تر ډیره بریده پکې لازمې لارښوونې شاملې وي. او په دي ولسوالی کي ده شته محبس څخه هم لیدنه وکړه