فراه ولایت، د بالابلوک والسوالي ته د ولایتي رهبرۍ اته کسېزې وړتیا لرونکې ډلې سفر

  نن د فراه ولایت د مقام له خوا د بالابلوک والسوالي ته د ستونزو د حل او سپړلو په موخه ګډو لوړ پوړو با صلاحیته مشرانو خپل هیئتي سفر ترسره کړل. یاد مشران، چې مشري یې ښاغلی مولوي صاحب سعید کوي، د بالابلوک والسوالي د شته خنډونو او ستونزو د څېړلو او حل کولو […]

 

نن د فراه ولایت د مقام له خوا د بالابلوک والسوالي ته د ستونزو د حل او سپړلو په موخه ګډو لوړ پوړو با صلاحیته مشرانو خپل هیئتي سفر ترسره کړل.

یاد مشران، چې مشري یې ښاغلی مولوي صاحب سعید کوي، د بالابلوک والسوالي د شته خنډونو او ستونزو د څېړلو او حل کولو په موخه نن د دې ولسوالي مرکز ته ورسیدل، مشرانو لومړی له سیمه ایيزو عالمانو، قومي مخکښو څېرو، ملکي او نظامي مسؤلینو او مجاهدینو سره ولیدل او پر بیلا بېلو مسایلو یې ورسره خبرې وکړي.

د ناستې په ترڅ کې پر یو لړ امنیتي، روغتیایې، رغنېزو او پرمختیایې موضوعاتو باندې بحث وشو، دوی د دې والسوالي له ګڼو امنیتي مسؤلینو سره، د لا غوره امنیت پر ځانګړو لارو چارو باندې ځانګړې بحثونه درلودل، چې تر ډیره بریده پکې لازمې سلا مشورې او لارښوونې شاملې وي