فراه ولایت، بالابلوک ولسوالۍ، ګراني کلي کي د بدرالهادي له دینې مدرسې څخه څه باندې ۲۲ تنه فاضلان او قاريان فارغ او د فراغت سندونه يې تر لاسه کړل.

  په بدرالهادي دینې مدرسه کې د ۲۲ تنو فاضلانو او قاريانو طالب العلمو د فراغت او بګړۍ تړلو نننۍ غونډې ته د فراه ولايت د والي ښاغلي روحاني صاحب داطلاعات کلتور ريس او دملی راډيو تلويزيون آمر، اود ترنم بلبل مولوي حکمت الله “حکیمي”، ولایتي او سیمه یېزو مسؤلینو په ګډون، له پلازمینې کابل […]

 

په بدرالهادي دینې مدرسه کې د ۲۲ تنو فاضلانو او قاريانو طالب العلمو د فراغت او بګړۍ تړلو نننۍ غونډې ته د فراه ولايت د والي ښاغلي روحاني صاحب داطلاعات کلتور ريس او دملی راډيو تلويزيون آمر، اود ترنم بلبل مولوي حکمت الله “حکیمي”، ولایتي او سیمه یېزو مسؤلینو په ګډون، له پلازمینې کابل او ګاونډي ولایت هرات څخه راغلو ګرانو او درنو میلمنو الحاج ملا فقیرمحمد “درويش”، مولوي عبدالعزیز “عزیزي”، مولوي عبدالجبار “ګوهري” ګڼ شمیر علماء کرام، سپین ږیري، خبریالان او مسؤلین راغلي وو.

غونډې ته د راغلو میلمنو او مشرانو له خوا په نوبت او د اجنډا اړوند بیانونه او تقریرونه وشول، چې دوی هر یوه د پوهې د لاسته راوړلو، ارزښت، اهمیت او ټولنې ته د روغو او سالمو کسانو د وړاندې کولو په اړه لازمې او پر ځای خبرې وکړي، دوی ټول طالب العلم وهڅول، چې دا تاسو یاست، چې ټولنه به د ناپوهۍ له تورو تیارو او تروږمو څخه باسئ.

د غونډې په اخیرنیو شیبو کې ټولو فارغینو ته د درنو استادانو، مشرانو او راغلو میلمنو له خوا د درنښت او ویاړ بګړۍ ور په سر او سندونه ور کړل شول.

د یادونې وړ ده، چې د بدرالهادي په دینه مدرسه کې دا دویم ځل دی، چې د فراغت او بګړۍ تړلو غونډه ترسره کيږي.

دفراه ولايت اطلاعات او کلتور رياست خبري څانګه