نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تيره ورځ فراه ولایت، د ملي امنیت ریاست، رئیس ښاغلي حاجی مولوي شیراحمد “تواب” او ورسره مل مسؤلو پلاوو ( د ولایت مقام مرستیال ښاغلي مولوي جهادیار صاحب، دویمې پلې لېوا قوماندان ښاغلي مولوي ادریس صاحب، امنیه قوماندان ښاغلي الحاج ملا نعمت الله معصوم صاحب، د پشتکوه، شیبکوه او لاش جوین ولسوالیو، ولسوالانو، امنیه […]
تيره ورځ فراه ولایت، د ملي امنیت ریاست، رئیس ښاغلي حاجی مولوي شیراحمد “تواب” او ورسره مل مسؤلو پلاوو ( د ولایت مقام مرستیال ښاغلي مولوي جهادیار صاحب، دویمې پلې لېوا قوماندان ښاغلي مولوي ادریس صاحب، امنیه قوماندان ښاغلي الحاج ملا نعمت الله معصوم صاحب، د پشتکوه، شیبکوه او لاش جوین ولسوالیو، ولسوالانو، امنیه قوماندانانو او د ملي امنیت مدیرانو)، د دې ولایت د اناردرې ولسوالۍ ته د امنیتي کمېسیون د جوړولو او د کمېسیون د غړو د ټاکلو په موخه سفر وکړ.
د ملي امنیت رئیس ښاغلي “حاجي تواب” او ورسره مل پلاوو لومړی د دې ولسوالۍ له ګڼو امنیتي مسؤلینو او د ملي امنیت له مدیر سره وکتل، دوی همدارنکه په دي لیدنه کې د نورو ولسوالیو په څیر، د امنیتي کمېسیون لپاره د اناردرې ولسوال، امنیه قوماندان او د ملي امنیت مدیر په دندو وګمارل، چې د یادې ولسوالی د امنیتي کمېسیون مشري یا مسؤلیت د ولسوال په غاړه دی.
ديادوني وړ ده چي ياد امنيتي کميسيون ګمارل شویو کسانو ته د ګمارنې ترڅنګ د امنیتي کمېسیون د طرزالعمل، دندو او مسؤلیتونو په اړه بیلا بېلې لازمې لارښوونې او سپارښتنې هم وکړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.