فراه ولايت کې د څو ولایتونو د پهلوانانو په کوربتوب دوديزې ميلې (غېږ نیونې) سیالې ترسره شوه.

نن جمعه فراه ولایت د شهید زمان شاه په لوبغالي کې افغاني دودیزه او سیمه یېزه پهلوانې (غېږ نیونه) ترسره شوه، په یاده غېږ نیونه کې، د دې ولایت د سیمه یېزو پهلوانانو په ګډون د هرات او بادغیس ولایتونو پهلوانانو هم ګډون درلود، چې هڅونې، ستایلو او لیدنې ته یې د استناف محکمې رئیس، […]

نن جمعه فراه ولایت د شهید زمان شاه په لوبغالي کې افغاني دودیزه او سیمه یېزه پهلوانې (غېږ نیونه) ترسره شوه، په یاده غېږ نیونه کې، د دې ولایت د سیمه یېزو پهلوانانو په ګډون د هرات او بادغیس ولایتونو پهلوانانو هم ګډون درلود، چې هڅونې، ستایلو او لیدنې ته یې د استناف محکمې رئیس، امنیه قوماندانۍ قوماندان، نظامي او ملکي مسؤلین، سپین ږیري، خبریالان، ځوانان او د فراه له ګوډ ګوډ څخه د غېږ نیونې مینه وال راغلي وو.

یاده سیالۍ د تجریه لرونکو داورانو په استازیتوب او څار، له څو ساعتونو دوام څخه وروسته د فراه ولایت د پهلوانانو په زړورتیا او اتلولۍ سره د فراه په ګټه تمامه شوه.