نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (پنجشنبه ۱۴۴۴/ذي القعده ۱۹) په فراه ولایت کې د (۴۰) میلیونو افغانیو په مالي لګښت د نوري فایبر د پروژې کار په داسې حال کې پیل شو، چې د دې ولایت د مخابراتو او معلوماتې تکنالوژې ریاست رئیس ملا عبدالمجید “ابوذر”، د افغان ټیلي کام د شمال لویديځ زون آمر سیف الدین “سروري”، اطلاعاتو […]
الاماره (پنجشنبه ۱۴۴۴/ذي القعده ۱۹) په فراه ولایت کې د (۴۰) میلیونو افغانیو په مالي لګښت د نوري فایبر د پروژې کار په داسې حال کې پیل شو، چې د دې ولایت د مخابراتو او معلوماتې تکنالوژې ریاست رئیس ملا عبدالمجید “ابوذر”، د افغان ټیلي کام د شمال لویديځ زون آمر سیف الدین “سروري”، اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحي “سباوون”، فراهرود ولسوالي ولسوال ملا محمد صادق “جهادمل”، د فراهرود ولسوالي امنیه قوماندان ملا محمد “مستغفر”، د نوري فایبر پروژې مسؤل “بهبودي”، ملي راډیو تلویزیون آمر، خبریالانو، ګڼو مسؤلینو او قومي مخورو هم ګډون درلودل.
د نوري فایبر پروژې د پیل په مراسمو کې د فراه ولایت د مخابراتو او معلوماتې تکنالوژې ریاست رئیس ملا عبدالمجید “ابوذر” باختر خبري آژانس ته وویل؛ چې دا پروژه د (۷۰) کیلو متره په اوږدوالي د فراه ـ فراهرود له دوه لارې څخه پیل بیا د فراه ښار تر مرکز پورې دوام مومي، چې د دې پروژې رغنیزې چارې به د مخابراتو او معلوماتې تکنالوژې وزارت له لوري د (۴۰) میلیونو افغانیو په مالي لګښت د شاوخوا (۶) میاشتو په موده کې بشپړې شي.
ښاغلي “ابوذر” د یادې پروژې د ګټو او ارزښت په اړه وویل؛ چې له دې پروژې سره په فراه ولایت کې د افغان ټیلي کام د پیاوړتیا او بډایه کولو ترڅنګ به ټولي دولتي او خصوصي اداري او ډیری سیمې له انټرنیټي چټکو چوپړتیاو څخه برخمنې او پر مټ به یې نوي (۹۰) سلنه انټرنيټي ستونزې راکمې شي.
د افغان ټیلي کام د شمال لویديځ زون آمر سیف الدین “سروري” بیا وویل؛ چې نوري فایبر د افغان ټیلي کام لومړنی دولتي او ملي شرکت دی، چې په ۱۳۹۵ ل.ل. کال کې له ایران هېواد څخه افغانستان ته راکش او تر دم ګړیه د هېواد (افغانستان) بیلا بېل ولایتونه ورسره نښلول شوي دي.
ده ډاډ ورکړ او وې ویل؛ چې د توان تر کچې به یې چارې په پوره رڼتیا او خلکو ته له مالي زیان پرته ترسره شي.
ښاغلي “سروري” همدارنګه وویل؛ چې د نوري فایبر له لارې به د فراه ولایت د ټولو دولتي ادارو محرم اسناد، مکتوبونه، استعلامونه او وړاندیزونه (پیشنهادونه) خوندي پاتې او په یوه ثانیه کې د (۴۵۰) جې بې ډاټا د لېږد وړتیا لري.
ده همدارنګه زیاته کړه، چې له دې پروژې سره به په فراه ولایت کې د (FTTH) پروژه هم فعاله شي، چې ورسره به هر کور ته د نوري فایبر چوپړتیاوې پرته له غیر اخلاقي سایټونو او فسادي ټکټاکونو ورسېږي.
د افغان ټیلي کام د شمال لویديځ زون آمر سیف الدین “سروري” د وینا د پای په شیبو کې د سیمه ییزې اداري له ټولو ادارو څخه د یادې پروژې د ساتنې هیله هم څرګنده کړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحي “سباوون” بیا وویل؛ چې د ا.ا.ا نظام له ولس څخه ټوکیدلی نظام دی او ولس یې په پراخه پیمانه تر شاه ولاړ او د هرې ملي پروژې د پلي کیدو ملاتړ یې کوي.
ده همدارنګه په ولسي وګړو باندې د یادې پروژې د ساتنې او همکارې غږ هم وکړ.
بل خوا د فراهرود ولسوالي ولسوال ملا محمد صادق “جهادمل” بیا د یادې پروژې پر راتګ او پلي کیدو باندې خوښې څرګنده کړه او وې ويل؛ چې په سیمه کې هر ډول امنیتي چمتوالی نیول شوی او د دې پروژې هر اړخیز امنیت ته ژمن یو.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.