فراه: د دوو کلیو تر منځ (۴۰) کلنه شخړه او بدې حل شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۶) فراه ولایت د علماؤ شورا ریاست تر رهبري لاندې د پنځه کسیز پلاوي شيخ عبدالاحد “صدیقي”، مولوي محمد داود، حاجي كاكل اكا، حاجي حبيب الله “حسيب” او حاجي سلطان محمد “نور” له لوري، د سور او دهک کليو ترمنځ د ځمکې پر سر (۴۰) کلنه شخړه او بدې له منځه یووړه […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۶) فراه ولایت د علماؤ شورا ریاست تر رهبري لاندې د پنځه کسیز پلاوي شيخ عبدالاحد “صدیقي”، مولوي محمد داود، حاجي كاكل اكا، حاجي حبيب الله “حسيب” او حاجي سلطان محمد “نور” له لوري، د سور او دهک کليو ترمنځ د ځمکې پر سر (۴۰) کلنه شخړه او بدې له منځه یووړه شوه.

یاد پلاوي د سور او دهک کلیو د وګړو ترمنځ اختلافي موضوع، چې د مرعې ځمکې پر سر باندې وه، له نږدې وڅېړله او تر یوې ټول منلې پریکړې وروسته یې د یادو کلیو ترمنځ څلویښت (۴۰) کلنې شخړې ته د پای ټکی کیښود.