نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
فراه ولایت، د لیکو (صفونو) د تصفیې کمېسیون له لوري په دي ولایت کې ۳ تنه له یاد صف څخه لري او خپل عادي ژوند ته ستانه شول. تیره ورځ د فراه ولایت د لیکو (صفونو) د تصفیې کمېسیون له لوري (۳) تنه د اسلامي امارت له صف څخه لري او خپل عادي ژوند ته […]
فراه ولایت، د لیکو (صفونو) د تصفیې کمېسیون له لوري په دي ولایت کې ۳ تنه له یاد صف څخه لري او خپل عادي ژوند ته ستانه شول.
تیره ورځ د فراه ولایت د لیکو (صفونو) د تصفیې کمېسیون له لوري (۳) تنه د اسلامي امارت له صف څخه لري او خپل عادي ژوند ته ستانه شول، یادو کسانو ته د بیا راتګ او د ا.ا.ا په لیکو کې د درېدا او ځای پر ځای کیدو اجازه نشته.
یاده غونډه فراه ولایت، د صفونو د تصفیې کمېسیون په دفتر کې رامنځته شوې، چې پکې د دې کمېسیون مسؤل حاجي تواب صاحب، مرستیال والي جهادیار صاحب، دویمې پلې لېوا قوماندان مولوي ادریس صاحب، امنیه قوماندان حاجي معصوم صاحب او همدارنګه د کمېسیون غړو مولوي صاحب روح الامین او مولوي قانت صاحب ګډون درلود.
غونډې ته د کمېسیون د غړو او ګډونوالو له خوا پر بیلا بېلو مسائلو باندې خبرې وشوې، خو دوی ټینګار درلود، چې له خپل وس او توان سره به کوښښ کوو، چې دغه سپېڅلی صف له فاسدو او ناوړو کسانو څخه پاک کړي، دوی همدارنګه ادم ولد محمدعلي، چې په (وارث ) سره پېژندل شوی و، په فراه رود والسوالي کي، د آب خورما د حوزې مسؤل و، نوموړی همدارنګه په تېر جمهوري نظام کې دخدایداد کنسکي سره په پوسته کي عسکر و، چې له هغه وروسته درې کاله اربکی، ټول ملګري یې غله، په نشه یې توکو روږدي کسان وو لري کړای شول، همدارنګه دوه تنه نور عبیدالله ولد ملا میرعلي، چې په (سعادت) سره پېژندل شوی و، په امنیه قوماندانۍ کې د (۰۵۷) مدیریت له خوا د پاسپورت په مدیریت کې د کشف په توګه پېژندل شوی، چې له ده سره یې یو بل ملګری هم و، درېیم لري شوی کس عبدالغفار ولد میراحمد، فراه مرکز اړوند د ښورې اوسیدونکی، چې په (ممتاز) سره پېژندل شوی و،، نوموړی د پاسپورت په مدیریت کې له خلکو څخه په رشوت اخستنې، غلا او نورو بیلا بېلو جنائي جرمونو باندې تورن وو، له یاد صف څخه د تل او تل لپاره له پوره څېړنې څخه وروسته لري کړای شول.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.