نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په فراه ولایت کې له وروستیو بدلونونو سره سم، د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له خوا د درېیم ځل لپاره د سیستان جریده د چاپ په ګاڼه سمبالیدل. په فراه ولایت کې له وروستیو بدلونونو سره سم، د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له خوا د درېیم ځل […]
په فراه ولایت کې له وروستیو بدلونونو سره سم، د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له خوا د درېیم ځل لپاره د سیستان جریده د چاپ په ګاڼه سمبالیدل.
په فراه ولایت کې له وروستیو بدلونونو سره سم، د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له خوا د درېیم ځل لپاره د سیستان میاشتنۍ رسنېزه جریده شاوخوا (۲۵۰) نسخې د چاپ په ګاڼه سمبال شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، سرپرست رئیس ښاغلي مولوي صاحب عبدالحی “سباوون” باختر خبري آژانس ته وویل، چې د سیستان جریده په رسنېز ډګر کې ډیر لرغونی تاریخ لري، چې له دي لرغونوالي سره سره یې د خپلې مطالعې او مطلبونو له پراخې لمنې څخه د لوستونکو لپاره په زړه پورې اسلامي، ملي، ادبي، تاریخي، سیاسي، سیاحتي، تفریحي او نور بیلا بېل ګټور معلومات وړاندې کړي دي.
بل خوا د دې ریاست د اطلاعاتو آمر ښاغلی فاضل “فیاض” زیاتوي او وایې، چې د سیستان جریده هره میاشت په کافې کچه چاپېږي، چې د یادې جریدې د مدیریت او کارکونکو له خوا یې چاپي نسخې په ډیر ښه او لوړ کیفیت د فراه ولایت د سیمه یېزو، امنیتي، خصوصي ادارو او لسو (۱۰) والسوالیو په ګډون د افغانستان د ۳۴ ولایتونو عامه کتابتونونو ته لېږدولې کیږي.
ښاغلي “فیاض” همدارنګه له ټولو سوداګرو او د سوداګرېزو شرکتونو له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې خپلې سوداګرېزې خبرتیاوې مو د همدې جریدې پر مټ تر نورو هیوادوالو پورې ورسوئ.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.