نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۹) فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر د ګمرک رئیس ملا شمس الحق “اخوند” په تېرو شپږو میاشتو کې د (۴۱۳۰) میلیونو (۴میلیارده او ۱۳۰ میلیونه) افغانیو د عوایدو راټولولو خبر ورکوي او وايې، چې د یاد بندر له لارې به هېواد ته د ټیټ کیفیت لرونکو توکو اجازه ور نه کړله […]
الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۹) فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر د ګمرک رئیس ملا شمس الحق “اخوند” په تېرو شپږو میاشتو کې د (۴۱۳۰) میلیونو (۴میلیارده او ۱۳۰ میلیونه) افغانیو د عوایدو راټولولو خبر ورکوي او وايې، چې د یاد بندر له لارې به هېواد ته د ټیټ کیفیت لرونکو توکو اجازه ور نه کړله شي، ده زیاته کړه، چې د دې بندر له لارې د تیر په پرتله اوس هر ډول توکي را واردېږي.
بل خوا د شیخ ابونصر فراهي بندر د نورم سټنډرډ ادارې مسؤل مولوي احسان الله بیا وایې، چې دغه بندر په عصري وسایلو سمبال دی او ټیټ کیفیت لرونکو توکو ته اجازه نه ورکوي، چې هېواد ته داخل شي.
باید وویل شي، چې د فراه ولایت څلور ولسوالي له ګاونډي هېواد (ایران) سره ګډه پوله لري، چې د شیخ ابونصر فراهي بندر د دواړو هېوادونو تر منځ رسمي بندر دی، چې د یاد ولایت له مرکز څخه په (۱۲۰) کیلومترۍ کې د قلعه کاه (پشتکوه) په ولسوالي کې پروت دی.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.