د فراه پخوانی امنیه قومندان جنرال عبدالجلیل بختور مجاهدینو ته تسلیم شو

نن سهار مهال ۸بجي دفراه ولایت بالابلوک ولسوالی اړوند دهزکي کلي اوسیدونکی بانفوذه شخصیت دفراه ولایت پخوانی امنیه قومندان تورن جنرال عبدالجلیل خان بختور دجلب اوجذب کمېسیون د مسؤولینو په هلو ځلو دامیرالمؤمینین شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده صاحب – حفظه الله تعالی – دعفوي دفرمان پر اساس له ګوډاګي اداري څه راجلا اوداسلامي امارت […]

نن سهار مهال ۸بجي دفراه ولایت بالابلوک ولسوالی اړوند دهزکي کلي اوسیدونکی بانفوذه شخصیت دفراه ولایت پخوانی امنیه قومندان تورن جنرال عبدالجلیل خان بختور دجلب اوجذب کمېسیون د مسؤولینو په هلو ځلو دامیرالمؤمینین شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده صاحب – حفظه الله تعالی – دعفوي دفرمان پر اساس له ګوډاګي اداري څه راجلا اوداسلامي امارت مجاهدینوته تسلیم شو
نوموړي چي تیرو ۱۹ کلو په جریان کې یې دګوډاګۍ ادارې په مختلفو اداروکي مهمي دندي ترسره کړي وي په کلکه یي ژمنه او وعده وکړه چي بیابه هیڅ کله دګوډاګۍ ادارې لیکو ته ورنه شي ، بلکه دخپل ټول نفوذ څخه به کار اخلي ترڅوګوډاګي اداري کي ټول تیروتي داسلامي امارت صف ته را دعوت کړي اودخپل مجاهدینووړونوسره اوږه په اوږه داشغال دخاتمي په مبارزه او د اسلامي نظام داقتدارلپاره کلکه ملاوتړي
په سیمه کي دنوموړي جنرال داستقباليې لپاه يوپراخه غونډه هم ترسره شوه
په غونډه کي چي ګڼ شمیرنظامي مسؤلینو دجلب اوجذب کمیسيون مسؤولینواوګڼ شمېر قومي مخورو، سپين ږیرواوعامومسلمانوګډون کړی و پکي جیدو علماؤ هراړخيزي ويناوي وکړي
غونډه چي پر۸بجوديادکلي په لوی مسجدکي دقرآن عظیم الشان په تلاوت پیل شوي وه غرمه ۱۲بجي داسلامي امارت دلا ښه برياو په دوعایيه سره پایته ورسیده


2020/5/10