فراه بالابلوک والسوالي په بازار کې، تر تاریخ تیر خوراکي توکي اودرمل راټول شول

  نن دوشنبه فراه ولایت، د بالابلوک والسوالي په بازار کې، د روغتیایي مسؤلینو له خوا د بازار له هټیو، انساني، حیواني او کرهڼیزو درملتونونو څخه تر تاریخ تیر ډول ډول خوراکي توکي، انساني، حیواني او کرهڼیز ګڼ درمل ټول او وسوځول شول. د بالابلوک والسوالي روغتیایي مسؤل ښاغلي ملا رحمت الله “حبیب” وویل، چې […]

 

نن دوشنبه فراه ولایت، د بالابلوک والسوالي په بازار کې، د روغتیایي مسؤلینو له خوا د بازار له هټیو، انساني، حیواني او کرهڼیزو درملتونونو څخه تر تاریخ تیر ډول ډول خوراکي توکي، انساني، حیواني او کرهڼیز ګڼ درمل ټول او وسوځول شول.

د بالابلوک والسوالي روغتیایي مسؤل ښاغلي ملا رحمت الله “حبیب” وویل، چې موږ نن شاوخوا سل بوتله سام او ګڼ نور خوراکي توکي او درمل راټول او ومو سوځول، چې له دي کار څخه مو موخه یوازې او یوازې د خپلو هیوادوالو د روغتیا او ژوند ژغورل دي، ده زیاته کړه، چې هیڅ یو هټیوال او سوداګر ته به اجازه ور نه کړله شي، چې دوی په خپلو ورځنیو سوداګریزو چارو کې تر تاریخ تیر توکي وپلوري، حبیب همدارنګه له خلکو څخه وغوښتل، چې د درملو او خوراکي توکو د رانیولو پر مهال دې د هغو تاریخ او کیفیت ته پاملرنه وکړي.

د بالابلوک والسوالي په درملتونونو او دوکانونو کې له تاریخ تېرو او بې کیفیته درملو، همدارنګه د خوراکي توکو له شتون څخه خلک په پرلپسې توګه سر ټکوي، خو مسؤلین وايې، چې د دوی د روغیتايي څیړنې او کنټرول ټیمونه ګرځي او هر ځای چې دا ډول توکي ووینې، له توپیر پرته يې راټولوي او بیا يې له منځه وړي.