نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
ده فراه ولایت څخه د ولسوالیو د ستونزو د حل په موخه ټاکل سوی باصلاحیته پلاوی د خپل سفر په جریان کې تیره ورځ دپرچمن ولسوالی ته ورسېدی: تیره ورځ د فراه ولایت د مقام له خوا د پرچمن والسوالي د اړوندو ستونزو د حل په موخه ګډو لوړ پوړو جیدو علماء کرامو او مشرانو […]
ده فراه ولایت څخه د ولسوالیو د ستونزو د حل په موخه ټاکل سوی باصلاحیته پلاوی د خپل سفر په جریان کې تیره ورځ دپرچمن ولسوالی ته ورسېدی:
تیره ورځ د فراه ولایت د مقام له خوا د پرچمن والسوالي د اړوندو ستونزو د حل په موخه ګډو لوړ پوړو جیدو علماء کرامو او مشرانو خپل هیئتي سفر ترسره کړل.
یاد پلاوي، چې د ولایت مقام د ځانګړي استازي ښاغلي سعید مولوي صاحب په مشرۍ د فراه ولایت ملي امنیت ریاست، مرافعه محکمې، کرهڼې ریاست، عامې روغتیا ریاست، امر باالمعروف او نهي عن المنکر ریاست، امنیه قوماندانۍ او د سیمه ایېزو ارګانونو د ځینو نورو ادارو له استازو څخه جوړ او ټاکلي شوي وه، دپرچمن ولسوالي د شته ستونزو د څېړني او حل لارو چارو پیداکولو په موخه د یادې ولسوالي مرکز ته تللي.
دوی لومړی له سیمه ایيزو عالمانو، قومي مخورو او همدارنګه د قضاء او نورو ملکي او نظامي ادارو له مسؤلینو، مجاهدینو، عامو وګړو سره ولیدل او پر بیلا بېلو موضوعاتو او اړینو مسایلو یې ورسره خبرې وکړلې.
له هر اړخیزو ویناوو څخه وروسته یې پر یو لړ امنیتي، قضائیه، حقوقي او امتیازي مادو باندې لازم چمتوالی ونیول او ټولو مسؤلینو ته یې په دندو کې له بې غورۍ څخه ډډه، پر وخت حاضریدلو او له خلکو سره د ښه سلوک کولو باندې ټینګار او لازمې سپارښتنې وکړلې.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.