فراه:ملي امنیت ریاست د رئیس له ولایتي خبریالانو سره ګډه مشورتې ناسته وکړه

    نن د فراه ولایت، ملي امنیت رئیس ښاغلي مولوي صاحب شیراحمد “تواب”، د دې ولایت له ګڼو ولایتي خبریالانو سره په خپل کاري دفتر کې ګډه مشورتې ناسته ترسره کړه   یاده ناسته دقرآن کریم په څومبارکو ایاتونو پیل شوه، لومړی ده استخباراتو مسؤل محترم حاجي تواب صاحب یادي ناستي ته خبري وکړي […]

 

 

نن د فراه ولایت، ملي امنیت رئیس ښاغلي مولوي صاحب شیراحمد “تواب”، د دې ولایت له ګڼو ولایتي خبریالانو سره په خپل کاري دفتر کې ګډه مشورتې ناسته ترسره کړه

 

یاده ناسته دقرآن کریم په څومبارکو ایاتونو پیل شوه،

لومړی ده استخباراتو مسؤل محترم حاجي تواب صاحب یادي ناستي ته خبري وکړي او دوی ته یي  وویل چي افغانستان زموږ اوستاسي ګډ کور دی او اسلامي نظام دټولو افغانانو مشترک نظام دی نو راسی چي وه خپل نظام او وطن ته په ګډه سره کار وکړو تر څو مو نظام او ولس نور هم سره یو موټی سي ده وه خبریالانو ته وویل چي ستاسي نشراط باید په شرعي چوکاټ کي وي او غیر شرعي نشراط باید ونکړی

ښاغلي تواب همدارنکه زیاته کړه، چې خبریالي د پیښو او مسایلو په برخه کې مخاطبینو ته د رپوټونو او څیړنو د وړاندې کولو کړنې ته وايي، که څه هم په خپله په ژورنالیزم کې دننه ډیر توپیرونه دي، خو آره خبره ترې د ښاروندو خبرول دي. د سازمانونو او بنسټونو لکه: حکومت او سوداگرۍ له پوښښ څخه پرته، خبریالي د یوې ټولنې کلتوري اړخونه لکه هنر او وختیری هم تر خپل پوښښ لاندې نیسي، دا چې جوته ده، چې خبریالي د یوې ټولنې کلتوري اړخونه تر پوښښ لاندې نیسي، نو اړېنه ده، چې تاسو هم د افغاني ټولنې سنتي او آر کلتور ته پوره پاملرنه وکړئ، هغه څه چمتو او خپاره کړئ، چې د ټولنې لپاره ګټور او اغېزمن وي.

وروسته خبریالانو هم پرخپل نوبت خبري وکړي او وي ویل چي ان شاءالله موږ به ترخپل وس اوتوانه داسلامي نظام سره خپله همکاري کوو او ولس ته به هغه څه وړاندي کوو چي زموږ ده اسلامي قانون او افغاني کلتور سره تړاو لري