فاریاب کې د دستار بندۍ مراسم تر سره او د یو باب دار الحفاظ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د فاریاب ولایت چهلګزي ولسوالۍ اړوند د باشلمست په سیمه کې د پوهنې د ولایتي او سيمه يیزو مسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په زیار او همکاریو د یو باب دار الحفاظ د بنسټ ډبره کېښودل شوه او همهاله یې د تعمیر کار هم پیل شو، دغه دار الحفاظ د (الصادقین) په نوم ونومول […]

د فاریاب ولایت چهلګزي ولسوالۍ اړوند د باشلمست په سیمه کې د پوهنې د ولایتي او سيمه يیزو مسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په زیار او همکاریو د یو باب دار الحفاظ د بنسټ ډبره کېښودل شوه او همهاله یې د تعمیر کار هم پیل شو، دغه دار الحفاظ د (الصادقین) په نوم ونومول شو.

په ورته مهال د یاد ولایت قیصار ولسوالۍ اړوند بورغن سیمه کې په (مظهریه) دار الحفاظ کې د حافظانو د دستاربندۍ مراسم د پرتمینې غونډې په ترڅ کې تر سره شول.

په دې غونډه کې د تعليم او تربیې ولايتي مسئول د اسلامی امارت د نوي تعلیمي کال د پیل تعلیمي پالیسي او اهداف بیان کړل، غونډې ته راغلیو علماء کرامو د قرآن کريم پر فضیلت، د حفظ او تجوید په اهمیت او ضرورت مفصلې او باارزښته ویناوې له ګډونوالو سره شریکې کړې.

د غونډې په ورستۍ برخه کې ۵ تنو حافظانو ته د فراغت ویاړمنې پګړۍ د معتبرو علمي شخصیتونو په لاسونو ور په سر کړل شوې.

یاد مراسم له معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعاء په ترسره کولو سره پای ته ورسېدل.
۲۰۲۱/۵/۲۷