نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
پرون ماسپښین ۲ بجې د فاریاب ولایت دمېمنې ښار اړوند ددعوت اوارشاد کمېسیون ریاست په سالون کې دهمدي ولایت د دعوت اوارشاد مسؤول الحاج مولوي فیض الله ابوالفتح صاحب په سرمشري کې دهمدي ولایت له ګڼ شمېر علماء کرامو، ملاامامانو اوخطیبانو سره ولیدل شول دلیدني په مهال مولوي فیض الله ابوالفتح صاحب علماء کرامو ته […]
پرون ماسپښین ۲ بجې د فاریاب ولایت دمېمنې ښار اړوند ددعوت اوارشاد کمېسیون ریاست په سالون کې دهمدي ولایت د دعوت اوارشاد مسؤول الحاج مولوي فیض الله ابوالفتح صاحب په سرمشري کې دهمدي ولایت له ګڼ شمېر علماء کرامو، ملاامامانو اوخطیبانو سره ولیدل شول
دلیدني په مهال مولوي فیض الله ابوالفتح صاحب علماء کرامو ته خطاب وکړ اوزیاته یې کړه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وارثان باید دهغه صلی الله علیه وسلم امتیان په حقه لاره برابرکړي ، خپل مسؤولیت ته جدي توجه وکړي ، هیوادوالو ته شرعي احکام وښیې او امرو ته یې متوجه او له نواهیو څخه دځان ژغورني په اړه ورته الهي او نبوي ارشادات وړاندي کړي
همداراز دي د ځوان نسل دیني تربیې او اصلاح ته ځانګړي توجه وکړي
علماء کرامو هم کلک هوډ څرګند کړ چې د دین اوهیواد په اړه به خپلو هیوادوالو ته اصلاحي بیانونه کوي او په دې لاره کې به له هیڅ ډول قرباني ورکولو دریغ ونه کړي
۲۰۲۱/۸/۲۷
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.