غزنی ولایت  کې  د افغاني سرې میاشتې ټولنی له لوري ۳۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه

    دغزني ولایت دباخترخبري اژانس دراپورپه اساس نن یک شنبه  د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د کب پر اتمه  نېټه  د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزنی ولایت  خوګیاڼو ولسوالی   ۳۰۰ بېوزلو کورنیو ته د غزنی  دسری میاشتی په انګړ کی  د خوراکي اوغیرخوراکي توکو مرسته د افغانې سرې مياشتې ټولنې مرکزي سويل […]

 

 

دغزني ولایت دباخترخبري اژانس دراپورپه اساس نن یک شنبه  د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د کب پر اتمه  نېټه  د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزنی ولایت  خوګیاڼو ولسوالی   ۳۰۰ بېوزلو کورنیو ته د غزنی  دسری میاشتی په انګړ کی  د خوراکي اوغیرخوراکي توکو مرسته د افغانې سرې مياشتې ټولنې مرکزي سويل لويديځ زون رئيس محترم مولوي الياس خيل “ناصري” ، د ترکيې سرې مياشتې استازې محترم عبدالله  د غزنی څانګې رئيس مولوي محمد معصوم مسعود  ،د غزنی  سرې مياشتې کارکونکو ،رضاکارانو او رسنيو په حضور کی ووېشل شوه.

یاده مرسته، چې د ترکیې د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو اوړه ، د خوراکي توکو یوه بسته او یوه بسته ژمنۍ البسه شامله ده