غزنی : د غزني والي د خواخوږۍ پيغام

  په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د غزني پوهنتون يو تن استاذ او د دغه پوهنتون د شرعياتو پوهنځي رئیس استاذ سيد اصف هاشمي د ناڅرګندو ظالمانو لخوا په شهادت رسېدلى او نن يې جسد موندل شوى. انالله و انا الیه راجعون موږ په دې ستر غم کې د استاد […]

 

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د غزني پوهنتون يو تن استاذ او د دغه پوهنتون د شرعياتو پوهنځي رئیس استاذ سيد اصف هاشمي د ناڅرګندو ظالمانو لخوا په شهادت رسېدلى او نن يې جسد موندل شوى.

انالله و انا الیه راجعون

موږ په دې ستر غم کې د استاد هاشمي له کورنۍ سره ځان شريک ګڼو او خپلوانو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کوو.

 

لکه څنګه چې د غزني ټول ولس او د شهيد استاذ کورنۍ په جريان کې دي، چې د ولايت رهبري شپه او ورځ هڅه وکړه، چې د کشفي او استخباراتي ارګانونو په مټ د نوموړي د ځاى ځايګي او برخليک په اړه معلومات تر لاسه او ژوند يې وژغوري.

 

د غرني ولايت مقام امنيتي او استخباراتي ارګانونو ته دنده سپارلې، چې د استاد هاشمي قاتلان ژر تر ژره پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

د غزني والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده