غزنی : دولایت مقام کې دفقهي مجالسو د علماء کرامو شانداره غونډه ترسره کړه

دغزني ولایت  دمرکز غزني ښار  د ولایت  په مقام کې  نن سهار ۹ بجې  دغزني ولایت مقام په انګړ کې   د فقهي مجالسو دعلماء  کرامو لپاره شانداره غونډه ترتیب  شوي وه په غونډه کې   دمرکزې دارالافتاء او فقهي  مجالسو مرستیال مولوي حافظ حامد صاحب ، اودجنوب غرب دحوضي محترم ادارې مسئول مولوي صاحب مشعل،اودغزني ولایت […]

دغزني ولایت  دمرکز غزني ښار  د ولایت  په مقام کې  نن سهار ۹ بجې  دغزني ولایت مقام په انګړ کې   د فقهي مجالسو دعلماء  کرامو لپاره شانداره غونډه ترتیب  شوي وه

په غونډه کې   دمرکزې دارالافتاء او فقهي  مجالسو مرستیال مولوي حافظ حامد صاحب ، اودجنوب غرب دحوضي محترم ادارې مسئول مولوي صاحب مشعل،اودغزني ولایت دفقهي  مجالسو مسؤل مولوي صاحب سعد، او ورسره د ولایتي فقهي مجالسو معاون مولوي صاحب عمر حقاني او محترم والي صاحب حاجي ملا محمد زی اخند هم ګډون کړی ؤ

یادې غونډې ته په لسهاوو علماء کرامو، دمساجدو  امامانو او د ټولو ولسوالیو د فقهي  مجالسو مدېرصاحبانو ګډون  کړی  ؤ

غونډه  د قرآن کریم دمبارکو آیتونو په تلاوت  سره پیل شوه

له هغه وروسته د فقهي مجالسو محترم مرستیال دهر اړ خېزه وینا په ترڅ کې  دهیواد د بشپړي ازادۍ  مبارکي وویله او  ترڅنګ  یې  دفقهي مجالسو په ګټو اوفائدو یې  رڼا واچوله  ، همداراز یې له علماء کرامو وغوښتل  ترڅو داسلامي نظام  په اړه  خلکو ته  پوهاوی  ورکړي  او د خلکو ورځني  شرعي مسائل په ښه توګه  حل  کړي

علماء کرامو هم  خوښي څرګنده کړه او کلک هوډ  یې  څرګند کړ چې  دخپلو مسلمانانو وروڼو شرعي  لارښوونو کې به  خپل ټول  وس  کاروي او هیڅ  ډول  ناغیړي به نه کوي

غونډه غرمه   ۱۱ بجې  دمرکزې دارالافتاء دغړې محترم شیخ محمود صاحب په دعائیه کلماتوسره پای ته ورسیده

۲۰۲۱/۸/۲۷