غزني کې ټانک تخریب، ۴ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

پرون مازدیګر مجاهدینو د غزني ولایت مرکز اړوند کښته ارزو سیمه کې د مزدورو پولیسو په پیاده ګزمه برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې ۲ ګوډاګیان ژوبل شول. همداراز نن سهار د خوګیاڼو، ولسوالۍ ګل سرخ سیمه کې د اکمالاتي قوې په زغره وال ټانک د ماین چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې […]

پرون مازدیګر مجاهدینو د غزني ولایت مرکز اړوند کښته ارزو سیمه کې د مزدورو پولیسو په پیاده ګزمه برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې ۲ ګوډاګیان ژوبل شول.

همداراز نن سهار د خوګیاڼو، ولسوالۍ ګل سرخ سیمه کې د اکمالاتي قوې په زغره وال ټانک د ماین چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې یې ټانک تخریب، ګوډاګیان مړه او ژوبل شول.

ماښام ۶ بجې د ښار په مربوطاتو کې د کابل اډې ته څېرمه چریکي مجاهدینو د جاسوسي شبکې ۲ کارکوونکي ځای پر ځای وژلي او بیرته خپل مرکز ته په خیر او سلامتۍ را رسېدلي دي.

‏2021‏/4‏/13