غزني کې ټانک تخریب، ۱۱ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

تېره شپه مجاهدینو د غزني ولایت، ده یک ولسوالۍ په تاسین سیمه کې د مزدور دښمن په پوسته د سپکو او درنو وسلو په مټ برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې د پوستې ټاورونه تخریب، ۲ مزدور عسکر ووژل شو. همداراز نن سهار یاده سیمه کې د دښمن په پوسته د لیزري ټوپک […]

تېره شپه مجاهدینو د غزني ولایت، ده یک ولسوالۍ په تاسین سیمه کې د مزدور دښمن په پوسته د سپکو او درنو وسلو په مټ برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې د پوستې ټاورونه تخریب، ۲ مزدور عسکر ووژل شو. همداراز نن سهار یاده سیمه کې د دښمن په پوسته د لیزري ټوپک په مټ برید یو بل ګوډاګی هم وژلی دی.

له بلې خوا د جغتو ولسوالۍ نظرکلا سیمه کې مجاهدینو د مزدور دشمن په اکمالاتي قوه چاودنه کې زغره وال ټانک له منځه وړی او ۵ مزدور عسکر وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه په یاده سیمه کې د مجاهدینو په هدفي برید کې ۳ نور عسکر هم وژل شوي ول.

‏۲۰۲۱‏/۴‏/۱۵