غزني کې شاوخوا ۳۰۰ د چرګانو د روزني فارمونه فعالیت لري

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۸) په غزني کې د چرګانو د روزني فارمونو د ټولني مشر، محمدرحیم رسولي وایي چې همدا اوس په غزني کې شاوخوا ۳۰۰ د چرګانو د روزني فارمونه فعالیت لري چې د دغه ولایت ۸۰ سلنه د ضرورت وړ غوښه تولېدوي. ښاغلي رسولي وایي چې د دغو فارمونو له درکه ۱۵۰۰ د غزني […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۸) په غزني کې د چرګانو د روزني فارمونو د ټولني مشر، محمدرحیم رسولي وایي چې همدا اوس په غزني کې شاوخوا ۳۰۰ د چرګانو د روزني فارمونه فعالیت لري چې د دغه ولایت ۸۰ سلنه د ضرورت وړ غوښه تولېدوي.

ښاغلي رسولي وایي چې د دغو فارمونو له درکه ۱۵۰۰ د غزني اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوي او که د بهرني چرګانو له واردولو څخه مخنیوي وشي، په غزني کې به ۴۰۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.

په غزني کې د چرګانو د روزني فارمونو د ټولني مشر، هېواد ته د ژوندي چرګانو او یخچالي غوښو واردول، د داخلي تولیداتو د زیان ترڅنګ د بېلابیلو ناروغیو د پراخ والي سبب بولي.

د چرګانو د روزني فارمونو د ټولني مشر په غزني کې له سیمه ییزو مسئولینو څخه غواړي چې باید نرخونه کنترول کړي او هیواد ته د وارداتي چرګانو د راوړو مخه ونیسي.
د دوی په خبره همدا اوس د چرګانو د روزني فارمونه د تازه چرګ یوه کیلو غوښه په ۱۳۰ افغانۍ په دوکاندارانو پلوري په داسي حال کې چې همدغه دوکانداران بیا د چرګ یوه کیلو غوښه په خلکو په نږدې ۳۰۰ افغاني پلوري.

..