غزني کې  دشهیدانو په یاد  شانداره غونډه او ختم القرآن ترسره شو

نن سهار  دغزني ولایت  کې دشهیدانو په نامه  د قرآن کریم  ختم او شانداره غونډه ترسره شوه په غونډه  کې  دغزني  ولایت  محترم والي صاحب  (ملامحمد زي اخند) اوورسره محترم معاون (ملاعبدالجبارعمري صاحب)  دکمېسیون غړو او داطلاعاتو اوفرهنګ ریاست  سرپرست ریس مولوي حبیب الله مجاهد  او ګڼ شمېر  ډلګۍ مشــرانو مجاهدینو په ګډون، دشهیدانوقریبانو،  ملګرو […]

نن سهار  دغزني ولایت  کې دشهیدانو په نامه  د قرآن کریم  ختم او شانداره غونډه ترسره شوه

په غونډه  کې  دغزني  ولایت  محترم والي صاحب  (ملامحمد زي اخند) اوورسره محترم معاون (ملاعبدالجبارعمري صاحب)  دکمېسیون غړو او داطلاعاتو اوفرهنګ ریاست  سرپرست ریس مولوي حبیب الله مجاهد  او ګڼ شمېر  ډلګۍ مشــرانو مجاهدینو په ګډون، دشهیدانوقریبانو،  ملګرو او  دسیمو قومي مخورو او سپینږیرو په پراخه  کچه   ګډون کړی ؤ

غونډه  د قرآن کریم دمبارکو آیتونو په  تلاوت سره  پیل  شوه  وروسته  علماء کرامو دشهید انو دفضائلو بیانولو ترڅنګ  د یتیمانو او دشهیدانو دمخلصینو کورنیو سره  دهرډول مرستې او اړتیاؤ  ته یې  دپاملرني په اړه  ویناوي وشوي

فضائل  اودشهیدانودکارناموترڅنګ دیتیمانو او دشهیدانواودمخلصینو کورنیو یادونه وشوه چې باید هرډول  ضروریاتو ته یې  پاملرنه وشي

همداراز  والي صاحب له خلکوڅخه  دامنیت  په  برخه کې له همکارۍ  څخه  مننه وکړه او زیاته یې کړه چې داهیواد زموږ اوستاسو ګډ کوردی لکه څرنګه چې مو یې  له اشغاله  دخلاصولو لپاره اوږده مبارزه  وکړه  باید اوس یې  بیا ودانولو ته  هم همداسي  دقربانۍ مټي راونغاړو څو داهیواد له سیالانو سره سیال  او پخپلو پښو ودروو

نوموړي زیاته کړه : زموږ  دروازې شپه اوورځ  دهیوادوالو پرمخ  پرانیستي دي ، که خدای مکړه هروخت یو څوک  له  کوم مشکل سره څوک مخ شول  موږ ته دي  حال  راکړي  ترڅو یې  ژر تر ژره  بر رسي وکړو

د غونډي په پای کې  دحلقي محترم مسؤل مولوي ګل حسن صاحب شهیدانواودهغوی قریبانو او د ټول ملت مجاهدینوته داستقامت لپاره دعا وکړه او په دې سره غونډه پای ته ورسیده

۱۴۴۳/ محرم ۱۸

۲۰۲۱/۸/۲۷