غزني کې؛ د کورنیو چارو سرپرست وزیر په مشري، لویه غونډه ترسره شوه

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۱۲ د کورنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلي خلیفه سراج الدین حقاني غزني ته د سفر په ترڅ کې د دې ولايت له سيمه ييزو چارواکو، علماوو، قومي مشرانو، مخورو او ګڼ شمېر ځوانانو سره وکتل. د ناستې په پيل کې د غزني والي محمد امین عمري دې ولايت ته د خلیفه […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۱۲

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلي خلیفه سراج الدین حقاني غزني ته د سفر په ترڅ کې د دې ولايت له سيمه ييزو چارواکو، علماوو، قومي مشرانو، مخورو او ګڼ شمېر ځوانانو سره وکتل.

د ناستې په پيل کې د غزني والي محمد امین عمري دې ولايت ته د خلیفه سفر ستر ویاړ وباله او غزني کې د مېشتو خلکو په استازيتوب يې د یاد وزارت له هڅو او همکاریو څخه مننه وکړه.

نوموړي له ګاونډيو هېوادونو څخه په زور راستنېدونکو افغان مهاجرو لپاره د لنډمهالې سرپناه په اړه د حکومت چوپړتياوو په اړه معلومات وړاندې کړل او ياد ولايت کې يې له مېشتو خلکو وغوښتل چې له راستنېدونکو هېوادوالو سره مرسته وکړي.

د غزني ولایت د مرافعي محکمي رئیس شیخ عبدالرحمن هېواد کې د عدل او انصاف په اړه و ويل: اسلامي امارت د عدالت، انصاف او روڼوالي نظام دی او زياته يې کړه چې دغه اوصاف د اوسني نظام د پايښت ضمانت کوي.

غزني کې د مېشت شعيه هېوادوالو مشر سید ګل محمد معتمدی، د دې ولايت تاریخي دورې ته په اشارې سره وویل: غزني له زرګونه کلونو راهیسې د اسلامي تمدن مرکز، د محمود او سنايي صاحب په شان سترو شخصیتونو ټاټوبی دی د خپلو اسلامي او تاریخي ارزښتونو له مخې ځانګړی ځای لري.

قومي مشر حاجي محمد اکرم
د اسلامي نظام ټينګښت په موخه د غزني ولس د ورکړو قربانیو یادونه وکړه او د اوسني نظام پاييښت او هېواد د پرمختګ په موخه يې د بشپړ ملاتړ او هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

د سوداګرو او صنعتکارانو په استازیتوب سخی داد فایق وویل: د اوسني نظام د بريا اصلي سرچينه له خلکو سره مستقيمه اړيکه ده، په وينا يې امنيت د بل هر وخت په پرتله ښه شوی او د قانون يو شان پلي کول يې د هېواد د پرمختګ لپاره اړين وبلل، نوموړي د ستونزو هواري په موخه د لازمو آسانتياوو رامنځ ته کېدو غوښتنه و کړه.

خلیفه صاحب دې ولسي ناستې ته په وينا کې وویل: د افغانانو میړانې، د ځوانانو سپېڅلې ارادې او زړورتیا په برکت موږ د یوه ملت په توګه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه. هر افغان باید د هیواد د پرمختګ په برخه کې پوره ونډه واخلي ترڅو د ازادۍ او خپلواکۍ د نعمت شکرانه ادا کړو.

په وينا يې بل هر وخت ته په کتو هېواد کې د بیارغاونې او آبادۍ چارې ګړندۍ شوي، جګړه پر امن بدله شوې او د خپلسرو کړنو او ګډوډۍ پر ځای خپلواک او وارث نظام رامنځ ته شوی دی.

د ښاغلي حقاني په خبره: که څه هم د پاکستان ولس او علماوو د دواړو انقلابونو پر مهال افغانانو سره ښه چلند وکړ، خو د افغان کډوالو په جبر را ايستلو په اړه يې د حکومت وروستۍ پرېکړې د افغانانو په ګډون ټول لوري او اړخونه خفه کړل. د ياد هېواد دا ناعادلانه پرېکړه او پلان له ګڼو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره مخ شوې اوهېڅ راز قانوني توجېه نه لري.

خلیفه صاحب دغه راز له سوداګرو، بډايه او عامو هیوادوالو وغوښتل چې د راستنېدونکو افغان کډوالو لاسنيوي وکړي او دغه راز د سرپناه پر رامنځ ته کېدو سربېره په سوداګریزو چارو کې نرمي او ارزاني ورسره وکړي.

ښاغلي حقاني د افغانانو ترمنځ پر نرم چلند، تحمل او ورورګلوۍ ټينګار و کړ، له مسوولينو يې و غوښتل چې د قدرت تر اغېز لاندې رانشي او له خلکو سره ښه چلند او تعامل و کړي.