غزني ولایت کې د لوړو زده ڪړو  دمسئولینو لخوا معرفت غونډه تر سره شوه

نن ورځ یک شنبه د لوړو زده کړو وزارت د څیړني، تألیف او ترجم ي رئیس مولوي محمد داود حقاني او د یاد وزارت د داخلي پلټني رئیس انجینر اکرام الله صهيب په مشرۍ د یاد ولایت د پوهنتون لپاره نوی ټاکل شوی رئیس ښاغلی پوهنمل احسان الله  او همدارنګه د مالي او اداري چارو […]

نن ورځ یک شنبه د لوړو زده کړو وزارت د څیړني، تألیف او ترجم ي رئیس مولوي محمد داود حقاني او د یاد وزارت د داخلي پلټني رئیس انجینر اکرام الله صهيب په مشرۍ د یاد ولایت د پوهنتون لپاره نوی ټاکل شوی رئیس ښاغلی پوهنمل احسان الله  او همدارنګه د مالي او اداري چارو لپاره قاضي عبدالبصیر حنفي د مرستیال په توګه معرفي ڪړل

په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د هیئت په ګډون د ولایت د یو شمیر ادارو استازو او د پوهنتون پخواني  رئیس، اداري او مالي مرستیال، استادانو، اداري کارمندانو  او محصلینو ګډون درلود.

مولوي محمد داود حقاني د یولړ موضوعاتو ترڅنګ په اکاډمیکو چارو کې د یاد ولایت د پوهنتون مخکني رئیس او مرستیال  خدمتونه و ستایلو او د یاد پوهنتون نوي رئیس، مالي او اداري مرستیال ته د دغه ستر مسؤولیت مبارکي وویله.

وروسته د یاد ولایت د پوهنتون مخکني رئیس پوهنمل محمود همت د پوهنتون نوي رئیس ته یې د مبارکۍ تر څنګ، په چارو کې له الله تعالی څخه د بریا غوښته وکړه. دغه راز د پوهنتون نوي رئیس احسان الله اکرم زوی یاده دنده ستر مسؤولیت وباله او ویې ویل چې د چارو په غوره تر سره کولو کې به له خپل ټول توان څخه کار واخلي

اخیر کې اختتامیه دعا وشوه

 

۱۴۴۳/۶/۲۷

۱۴۰۰/۱۱/۱۰