غزني ولایت مستوفیت کې مالياتي اونۍ ولمانځل شوه په یو لړ موضوعاتو خبرې وشوي.

  نن ورځ شنبه وروسته له ما سپښین په همدې موخه په جوړو شويو مراسمو کې د یاد ولایت محترم والي خلیفه محمد اسحاق (اخنذاده) صیب د یو لړ موضوعاتو ترڅنګ داهم وویل چې باید د خپل ولس ترڅنګ ټول ددغه اسلامي حکومت ملاتړ او یوبل سره همکارۍ وکړو، څنګه چې مو په سیاسي او […]

 

نن ورځ شنبه وروسته له ما سپښین په همدې موخه په جوړو شويو مراسمو کې د یاد ولایت محترم والي خلیفه محمد اسحاق (اخنذاده) صیب د یو لړ موضوعاتو ترڅنګ داهم وویل چې باید د خپل ولس ترڅنګ ټول ددغه اسلامي حکومت ملاتړ او یوبل سره همکارۍ وکړو، څنګه چې مو په سیاسي او نظامي ډګر کې بریا حاصله کړه همداشان به ان شاء الله په اقتصادې ډګر کې هم بریا حاصله کړو،او د یاد ولایت د مرستیال محترم مولوي سید حنیف (عباده اغا) او د حج، او اوقافو محترم رئیس شیخ الحدیث عبدالمنان (مدني) صیب په ګډون د اړوندو ریاستونو رئیس صاحبانو او د یاد ولایت د صنعت کارانو نماینده محترم حاجي عبدالرحمن (احمدي )خبرې وڪړي، او محترم مستوفي مولوي ضیاء الحق (عثمان) دخبرو او ښه راغلاست ترڅنګ د مالیه په اړه معلومات ورڪړل او عامو خلکو او تجارانو څخه یې مننه وڪړه چې اسلامي امارت سره مو هر وخت همکارۍ کړي دي
اخیرکې ټول ګډون وال په یو لړ تحفو ونازول شول او اختتامیه دعا وشوه

۱۴۴۳/۶/۱۲
۱۴۰۰/۱۰/۲۵