نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د اطلاعاتو او کلتور ښوونیزمرڪز یو پرمختللی او مجهز ښوونیزمرڪز دی چې د غزني اطلاعاتواو کلتور ریاست کې یې فعالیت کوې یاد مرکز دیاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب الله مجاهد په مشرۍ او هلو ځلو او ځوانانومدیر مولوي درمحمد فدائې ترنظارت لاندې د یاد ریاست په داخل کې ددوه میاشتو راهسي […]
د اطلاعاتو او کلتور ښوونیزمرڪز یو پرمختللی او مجهز ښوونیزمرڪز دی چې د غزني اطلاعاتواو کلتور ریاست کې یې فعالیت کوې یاد مرکز دیاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب الله مجاهد په مشرۍ او هلو ځلو او ځوانانومدیر مولوي درمحمد فدائې ترنظارت لاندې د یاد ریاست په داخل کې ددوه میاشتو راهسي په فعالیت پېل کړی او دم ګړۍ ( ۶۰۰) زیات زده کونکي لري او روزانه په شپږو ساعتونو کې شاګردانو ته تدریس ڪیږي ددې مرڪز مسؤلیت د ځوانانو عمومی مدیر مولوي فدایې او انجینر سمیع الله ساحل کوي او په دریو برخو کې روزانه شاګردانو ته تدریس کیږي انګلسي ژبه کمپیوټر او ادارې منجمنټ د دریو واړو برخو لپاره لاندې استادان پرته له ڪوم امتیاز او معاش څخه تدریس کوې ۱: سمع الله ساحل ۲:عابد نوري ۳: فرهاد الله عرفان ۴: خالق نور خیالزي ۵: ذاهدنور خیالزی، ۶: احمدالله اکبري ، ۷:انوارالحق محرابي ۸: ذبیح الله محرابي ،۹: استاد شمس یاد مرکز تراوسه دشپږسوه زده کونکو له جملي څخه (۲۸۰ )نفره شاګردان د امتحان وروسته کمپیوټر له دریو پروګرامونو څخه فارغ کړل او ننۍ غونډه یادو فارغېنو ته ځانګړې شوې وه او یاد مرکز لپاره ښاغلي مجاهد صاحب او د کلتور ریاست د نشراتې امیر مولوي عبدالله( منصور) او دځوانانو مدیر ښاغلی فدایې هلي ځلي کړی دي تر څو یادمرکز د افغانستان په سطحه لمړی مرکز شي چې د ځوانانو دظرفیت لوړوالي او تعلیم په برخه کې خدمات وکړي او یاد مرکز په راتلونکي کې ځیني برنامي لري تر څو غزني مېشت اسلام پاله زلمي ورڅخه برخمن شي ۱:انټرنیټ دزده کړو برنامه ۲: دافغانستان دمعتبرو پوهنتونو سره د اقتصاد اړوند اسلامي بانک ولي اسلامي اقتصاد اسلامي تجارت اړوند کانفرانسونه دائرول دي ۳: دژورنالیزم په برخه کې ځو ورځني ورڪشاپونه ۴: دځوانانو لپاره علمي کانفرانسونه ۵: دساینس او تکنالوژي اړوند تحقیقاتي برنامو تأ سېس کول ۶: دقرائت او تجوید برنامه
۱۴۰۰/۶/۹ ۱۴۰۰/۱۰/۲۲
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.