نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د خپرولو نېټه: ۱۴۰۰/۱۰/۱۴ د ټولو نقلیه وسایطو( ګړنديو، بار وړونکو او مسافر وړونکو) موټرچلونکو د پام وړ! د یخنۍ موسم په را رسېدلو سره د واورې ورېدل د واټ پر مخ د کنګل لامل کېږي، په دې توګه له ټولو چلوونکو څخه په درنښت هیله کېږي چې د چلولو پروخت لاندې ټکي په کلکه […]
د خپرولو نېټه: ۱۴۰۰/۱۰/۱۴
د ټولو نقلیه وسایطو( ګړنديو، بار وړونکو او مسافر وړونکو) موټرچلونکو د پام وړ!
د یخنۍ موسم په را رسېدلو سره د واورې ورېدل د واټ پر مخ د کنګل لامل کېږي، په دې توګه له ټولو چلوونکو څخه په درنښت هیله کېږي چې د چلولو پروخت لاندې ټکي په کلکه په پام کې ونیسي:
۱- د موټر ګرمونکی سیستم او برف پاکونه باید بشپړ فعال وي، نیمګړتیا و نه لري؛ که د واټ مخ واورې یا کنګل پوښلی وي د ( یخ ماتوونکي چاین) شتون په موټر کې له پامه مه غورځوئ.
۲- په ممنوعه ځایونو کې لکه: ( لوړو، ځوړو، کږلېچونو،کم سورو واټونو او هغه سیمو کې چې د لیدلو ساحه کمه وي) له درېدلو او پارکینګ څخه ډډه وکړئ.
۳- ګړندی تګ، غلط مخکې کېدل، ناڅاپي برِکونه، د ژمنیو تجهیزاتو نشتون او له سولېدلو ټایرونو څخه ګټه اخیستل د ژمي په موسم کې د ترافیکي پېښو لاملونه ګڼل کېږی. د چلولو پر وخت دغه ټکو ته کلک پام ونیسئ، د ځان او نورو د خوندیتوب په موخه دغه تخلفات مه تکراروئ.
۴- د ولسوالیو او اطرافو مسافر وړونکي موټرو، موټر چلوونکي دې خپل حرکت داسې تنظیم کړي چې د شپې له تیارې خورېدلو څخه مخکې خپلې موخې ته ورسېږي، ځکه د شپې لخوا د یخنۍ درجه مخ په لوړ ځي.
د شپې لخوا او په نامناسب جوي وضعیت کې له حرکت کولو څخه په کلکه ډډه وکړئ.
پورتني موارد د غزني ولایت د ترافیک پولیسو لخوا کنټرول کېږي، له سر غړونکو سره به د قانون په رڼا کې چلند وشي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.