غزني :  والي صاحب  دیو شمېر ولسوالیو له ځوانانوسره وکتل  

نن ورځ له غرمې وروسته دغزني ولایت دمرکز ده یک قره باغ اندړ واغظ رشیدان ولسوالیو  یوشمېر ځوانانو دغزني  والي صاحب  سره  وکتل یادو ځوانانو دحمایت اوهمغږۍ ترڅنګ  خپلې ستونزې  او مشکلات  له ښاغلي والي صاحب شریکې کړې راغلي ځوانانو په دې لیدنه کې د غزني ولایت والي مولوي محمداسحاق ( اخندزاده)   د کړنو ملاتړ […]

نن ورځ له غرمې وروسته دغزني ولایت دمرکز ده یک قره باغ اندړ واغظ رشیدان ولسوالیو  یوشمېر ځوانانو دغزني  والي صاحب  سره  وکتل یادو ځوانانو دحمایت اوهمغږۍ ترڅنګ  خپلې ستونزې  او مشکلات  له ښاغلي والي صاحب شریکې کړې

راغلي ځوانانو په دې لیدنه کې د غزني ولایت والي مولوي محمداسحاق ( اخندزاده)   د کړنو ملاتړ وکړ، او د هغه روانې هڅې یې وستایلې همداراز د خپلو سیمو ستونزې یې له  ښاغلي والي صاحب سره شریکې کړې.

دیادو ځوانانو په استازیتوب ښاغلي ضیاءالرحمن ( واغظي)   خبرې وکړې او د خپلو سیمو د ستونزو د ژر حل غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي والي صاحب  دټولو سیمو اوسیدونکو له راتګ مننه وکړه، او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې ددوی ټولو ستونزو ته به په نږدې راتلوونکي کې رسیده ګې کېږي او د هیچ چا پر وړاندې به ستونزې نه وي.