غزني والي: د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په موخه باید قرارداد شوي شرکتونه او دولتي ادارې لا هم همغږې وي

  تیره ورځ پنجشنبه د یاد ولایت مقام کې د یاد ولایت والي مولوي محمد اسحاق ( اخندزاده) په مشرۍ د پراختیایي کمیټې ( PDC ) غونډه ترسره شوه. یاده غونډه چې د ولایت مرستیال مولوي سید محمد حنیف “عباده” د یاد ولایت اړوند ریاستونو رئیسانو، د سکتوري ادارو نمائنده ګانو او د اړونده مؤسیسو […]

 

تیره ورځ پنجشنبه د یاد ولایت مقام کې د یاد ولایت والي مولوي محمد اسحاق ( اخندزاده) په مشرۍ د پراختیایي کمیټې ( PDC ) غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه چې د ولایت مرستیال مولوي سید محمد حنیف “عباده” د یاد ولایت اړوند ریاستونو رئیسانو، د سکتوري ادارو نمائنده ګانو او د اړونده مؤسیسو مسؤلینو او بېلابېلو سیمو قومي مخورو مشرانو ګډون درلود.
په یاده غونډه کې د غزني ولایت والي ښاغلي اخندزاده صاحب د پراختیایې پروژو د پلې کولو لپاره د قرار داد شویو شرکتونو او دولتي ادارو ترمینځ په لاهمغږئ ټېنګار وکړ.
او په خپلو خبرو کې یې زیاته کړه چې د مرستو په سروې او وېش کې باید پوره شفافیت رامینځ ته شي ترڅو مرستې تر مستحقو کورنیو پورې ورسیږي.
په دې غونډه کې د یاد ولایت داقتصاد ریاست د انکشاف دهات ریاست، د پېښو په وړاندي د مبارزې ریاست، د مهاجرینو ریاست او د نورو ریاستو رئیسانو او د مؤسیسو مسؤلینو په خپل نوبت سره د مخکینیو پرېکړو د پرمختګ راپورونه او د هغو پروژو راپورونه چې في الحال د پلي کېدو په حال کې دي او د هغو پروژو چې په تدارکاتو کې دې،
د پرمختګ راپورونه یې ګډون کوونکو ته وړاندې کړل.
د غونډې په بهیر کې د اجنډا سره سم د مرکز په شمول په مختلفو ولسوالیو کې د پراختیایې پروژو په ستونزو بحث وشو.
همدارنګه د سکتورې ادارو له نمائنده ګانو د پراختیایې پروژو په لاره کې د ستونزو د حل، د پروژو د تطبیق، د پروسې د ګړندې کولو لپاره نظرونه او وړاندیزونه د غونډې ګډون والو سره شریک کړل او د حل په موخه یې لازم تصامیم په نظر کې ونېول شول.
یاده غونډه په راتلونکي کې د ورته غونډو په بیا دائرېدو ژمني سره پای ته ورسېده.

۱۴۴۳/۶/۲۴
۱۴۰۰/۱۱/۷