غزني والي: د بدني روزني په موخه په مرکز او ولسوالیو کې ځانګړې اسانتیاوي برابروو

    والي صیب مولوي محمد اسحاق اخندزاده د دې ولایت اړوند په المپیک آمریت کې د ځوانانو په ورزشي نمایشي مراسیمو کې ګډون وکړ. یاد مراسیم چې پکې د غزني ولایت د محترم والي ترڅنګ د المپیک کمېټې د عمومي ریاست رئیس انجینر نظر محمد مطئین، د یاد ریاست د دفتر رئیس محترم محمد […]

 

 

والي صیب مولوي محمد اسحاق اخندزاده د دې ولایت اړوند په المپیک آمریت کې د ځوانانو په ورزشي نمایشي مراسیمو کې ګډون وکړ.

یاد مراسیم چې پکې د غزني ولایت د محترم والي ترڅنګ د المپیک کمېټې د عمومي ریاست رئیس انجینر نظر محمد مطئین، د یاد ریاست د دفتر رئیس محترم محمد الله “احساس”، د امر بالمعروف ریاست غړي او ګڼو نورو چارواکو ګډون درلود، پکې ګڼ شمېر ورزشي نمایشات ترسره شول.

د مراسیمو په جریان کې د یادي کمېټې د رئیس محترم مطمئین صاحب تر څنګ د دې ولایت والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده مهمي او ارزښتناکي ویناوي واورولې.

اخندزاده صاحب د وینا په مهال ځوانانو ته خطاب کې وویل:

مرکز او اړوندو ټولو ولسوالیو کې د ورزش او بدني روزني په موخه ځانګړې اسانتیاوي برابروو او پوره کوښښ کوو چې په دې برخه کې ستاسي مشکلات حل کړو.

زه مو په څنګ کې ټینګ ملګری یم او هر مشکل مو حلوو. خو تاسو هم د لمانځه ټینګه پایبندي وکړئ، د لوبو په مهال په وخت سره خپل لمونځونه آدا کړئ او د عورت په پټوالي کې پوره توجه وکړئ. دا مو دیني وجیبه ده.)

په دې مراسیمو ګڼو ځوانانو او تنکیو ماشومانو د روزني په مهال زده کړي تمرینات کتونکو ته په نمایش وړاندي کړل.

 

۱۴۴۳/۷/۱۹

۱۴۰۰/۱۲/۱