غزني والي خیریه مؤسیسې دي د مرستو په وېش کې له شفافیت څخه کار واخلي

نن ورځ سه شنبه له غرمې وروسته د غزني ولایت والي محترم مولوي اسحاق اخندزاده صاحب د سرې میاشتي له ساحوي مسؤلینو سره لیدنه وکړه. د یادې مؤسسې مسؤلینو د یاد ولایت له والي مولوي محمد اسحاق  “اخندزاده”  صاحب سره په کتنه کې وویل: موږ په پلان کې لرو دغه ولایت کې د معیوبینو، شهیدانو […]

نن ورځ سه شنبه له غرمې وروسته د غزني ولایت والي محترم مولوي اسحاق اخندزاده صاحب د سرې میاشتي له ساحوي مسؤلینو سره لیدنه وکړه.

د یادې مؤسسې مسؤلینو د یاد ولایت له والي مولوي محمد اسحاق  “اخندزاده”  صاحب سره په کتنه کې وویل: موږ په پلان کې لرو دغه ولایت کې د معیوبینو، شهیدانو او نورو بې سرپرسته اړمنو کورنیو سره د خوراکې توکو مرستې ترسره کوو.

دوی زیاته کړه: چې زموږ فعالیتونه به د ولایت مقام، اقتصاد، کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاستونو سره په همغږۍ ترسره کیږي.

د غزني ولایت والي ښاغلي اخندزاده صاحب د یادې مؤسسې مسؤلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دغه ولایت د اوسېدونکو اقتصادي ستونزې هم ورسره شریکې کړې او د مؤسسې پر مسؤلینو یې ټینګار وکړ چې د سروې او مرستو کولو پر وخت له پوره شفافیت او دقت څخه کار واخلي ترڅو دا مرستې تر اړمنو او مستحقو کورنیو پوري ورسیږي

 

۱۴۴۳/۶/۱۵

۱۴۰۰/۱۰/۱۸