نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن ورځ سه شنبه د یاد ولایت رهبري مقام لخوا یو لوړ پوړی هیئت یادې ولسوالۍ ته سفر وڪړ او د ولسوالۍ او قومندانۍ او یادې ولسوالۍ له علماء کرامو قومې مخورو سره یې وکتل او په یولړمهمو موضوعاتو یې خبرې وکړي، مجاهدینوته یې نېکي توصیې او د مجـ.ـاهد ملت سره په ترحم او […]
نن ورځ سه شنبه د یاد ولایت رهبري مقام لخوا یو لوړ پوړی هیئت یادې ولسوالۍ ته سفر وڪړ او د ولسوالۍ او قومندانۍ او یادې ولسوالۍ له علماء کرامو قومې مخورو سره یې وکتل او په یولړمهمو موضوعاتو یې خبرې وکړي، مجاهدینوته یې نېکي توصیې او د مجـ.ـاهد ملت سره په ترحم او شفقت سپارښتنې وکړي د یاد سفرپه ترڅ کې د کلیو دبیا رغونې او پراختیا ریاست محترم رئیس مولو ي صیب محمد قاسم امیني ،د کرهڼې او زراعت محترم رئیس مولوي عبدالمنان اکرام، د امنیه قومندانۍ د پولېسو د حقوقو مدیر قاري صیب محمد کاظم (امان) د اطلاعاتو امیر مولوي عبدالله (منصور ) او مل پلاوې حضور درلود د هیئت موخه او پلان د اسلامي امارت له راتګ سره د ولسوالیو امنیتي، اقتصادي، ټولنیز وضعیت، د مظلوم ولس پوښتنه،اوڅه لاسته راوړني ،د خلکو ستونزي څه دي ،د توزیع شویو مرستواو کومکونو اړوند د خلکو رضایت، او د ا. ا. دمشرتابه لخوا د یاد ولایت ټولو اړوندو ولسوالیوته د غنمو همکارۍ باید په کومو خلکو توزیع شي اونور اړوند، موضوعات ول. د یادوني وړدی چې د یادې ولسوالۍ خلکو د یاد لوړ پوړې هیئت تود هر کلی وکړ او خوښي یې څرګنده کړه او یولړ مو ضوعات یې د یاد پلاوې سره شریک کړل. د یاد وني وړدی چې دا لړۍ به نورو ولسوالیوته هم جریان لري بشپړ راپور به روسته نشر شي.
۱۴۴۳/۸/۱۲ ۱۴۰۰/۱۲/۲۴
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.