نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن دوشنبه د یاد ولایت مرکزساحه دارالعلوم حضرت عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما مدرسه کې د (۳۹) د دیني عالمانو او د قران عظیم الشان د حافظانو په سرونو دفراغت دستارونه دیولړ مراسېمو وروسته د خاتم المرسلین جامع جومات کې وتړل شول، د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال مولوي رحمت الله نجیب، د بلخ […]
نن دوشنبه د یاد ولایت مرکزساحه دارالعلوم حضرت عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما مدرسه کې د (۳۹) د دیني عالمانو او د قران عظیم الشان د حافظانو په سرونو دفراغت دستارونه دیولړ مراسېمو وروسته د خاتم المرسلین جامع جومات کې وتړل شول، د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال مولوي رحمت الله نجیب، د بلخ ولایت سرپرست والي مولوي قدرت الله حمزه او د یادولایت مرستیال والي مولوي سید محمد حنیف، علماء کرامو مسئولینو قومي مشرانو او سلګونو غزني ښاريانو ګډون کړى و. د استخباراتو د عمومي ریاست مرستیال مولوي رحمت الله نجیب صیب علماءکرامو او د قرآن کریم حافظانو د فراغت له امله ټول اسلامي امت او په ځانګړې توګه د غزني ولایت اوسیدونکو ته مبارکي وویله او د لوی خدای (جل جلاله ) له دربار څخه یې د دوی د لا زیاتو پرمختګونو هیله وکړه. د ملي امنیت لوی ریاست مرستیال د خپلو خبرو په ترڅ کې د غزني د ښاریانو زړورتیا او اتلولي وستایله او هغه زیاته کړه: که د اسلامي امارت له لوري عمومي عفوه اعلان شوي نه وای، په وطن کې به د وینو سیلاب راوان وای او دوی ژمن دي چې د پخواني حکومت د عسکرو خوندي کول عملي کړي. هغه وویل چې اوس مهال د پخواني حکومت ۵۰۰ زره کارکوونکي په اسلامي امارت کې په دندو بوخت دي او هیڅ ډول امنیتي ستونزه نه لري. هغه د غزني پر ټولو اوسېدونکو غږ وکړ چې د هېواد د امنیت، پرمختګ ا په برخه کې له دولتي چارواکو سره همکاري زیاته کړي. دغه راز په دې مراسېمو کې د بلخ والي مولوي قدرت الله حمزه صیب، د غزني د پوهنې رئيس مولوي منصور، د یادې مدرسي استاد مولوي عتيق الله، او يو شمېر ديني عالمانو د قران کريم د ارشاداتو په اړه ديني معلومات وړاندې کړل، د یادنې وړ ده چې د دغو دیني عالمانو او د قران کریم د حافظانو د فراغت په مراسېمو کې (۱۱) تنه د فقهې له تخصص،(۸) تنه د لوی دورې،(۱۶) تنه دقران کریم د حفظ له برخې، (۱۵)تنه دوړې دورې څخه فارغ شول یادو فارغانو د غزني د خاتم المرسلین په جامع جومات کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل. مراسم فارغانو ته د سندونو او ډالیو په ویشلو او د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسیدل
۱۴۴۳۸/۱۱ ۱۴۰۰/۱۲/۲۳
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.