غزني مرکزکې ۲ پوستې فتحه، ۱۷ تنه پولیس مړه او ټپیان شول

د منصوري عملیاتو په ګړندي جریان کې تیره شپه شاوخوا ۱ بجه د غزني ولایت مرکز اړوند قیاغ سیمه کې د مزدورو پولیسو په دفاعي پوستو باندې د اسلامي امارت مجاهدینو ځپونکي بریدونه پیل کړل. د معلوماتو له مخې بریدونو نژدې ۱ ساعت دوام وکړ او په لړکې یې د دښمن ۲ پوستې په ټولیزه […]

د منصوري عملیاتو په ګړندي جریان کې تیره شپه شاوخوا ۱ بجه د غزني ولایت مرکز اړوند قیاغ سیمه کې د مزدورو پولیسو په دفاعي پوستو باندې د اسلامي امارت مجاهدینو ځپونکي بریدونه پیل کړل.

د معلوماتو له مخې بریدونو نژدې ۱ ساعت دوام وکړ او په لړکې یې د دښمن ۲ پوستې په ټولیزه توګه فتحه شوې.

دغه راز ۱۲ تنه پولیس ووژل شول، ۵ تنه نور ټپيان شول.

همدرانګه په پوستو کې له دښمن څخه ۵ میله کلاشینکوفونه، ۲ میله پیکاماشیندار، ۱ میل نارنجک، ۱ قبضه راکیټ او په زیاته اندازه مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلل.

په نښتو کې ۱ تن مجاهد هم د شهادت لوړ مقام ته ورسید.

2018/4/24