غزني مرکزکې ۱ مهمه قرارګاه، ۴ پوستې فتحه، ګڼ پولیس  مړه او ټپيان شول

د منصوري عملیاتو په  لړ کې تیره شپه د غزني ولایت مرکز اړوند روضې ته څیرمه سیمه کې د مزدور دښمن په مهمه او غټه قرارګاه او شاوخواو ۴ پوستو د اسلامي امارت مجاهدینو بریدونه ترسره کړل. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د بریدونو په جریان کې د انګار، اومانو، چارکي او ژرندو  په […]

د منصوري عملیاتو په  لړ کې تیره شپه د غزني ولایت مرکز اړوند روضې ته څیرمه سیمه کې د مزدور دښمن په مهمه او غټه قرارګاه او شاوخواو ۴ پوستو د اسلامي امارت مجاهدینو بریدونه ترسره کړل.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د بریدونو په جریان کې د انګار، اومانو، چارکي او ژرندو  په نوم مهمې  پوستې او په سیمه کې د مزدورو پولیسو لویه قرارګاه په بشپړه توګه فتحه  شوې.

یاده قرارګاه او  پوستې  په پرلپسې توګه د مجاهدینو ترمحاصرې او بریدونو لاندې وې چې له امله یې یې دښمن له سختې وارخطایۍ سره مخ و.

خبر زیاتوې د نښتو په مهال د دښمن ګڼ پولیس مړه او ټپيان شول او په زیاته اندازه وسلې او مهمات یې د مجاهدینو لاس ته و رغلل.

دا په داسي حال کې ده چې په نوموړې سیمه کې څو ورځې وړاندې هم د دښمن ۳ پوستې د مجاهدینو د ځپونکو بریدونو په پایله کې فتحه شوې، ۱۲ تنه عسکر یې ووژل شول او ډیره وسله او مهمات یې مجاهدینو ترې یوړل.

په خبرکې ویل شوي، له دغې سیمي څخه  نور د دښمن شوم ټغر په ټولیز ډول ټول شو او سیمه په پشپړه توګه د مجاهدینو تر واک لاندې راغله اود مجاهدینو د فعالیت ساحه  ډیره پراخه شوه.

2018/4/21