غزني: له جهادې مدرسې څخه ۷۵ تنه علماؤ د فراغت سندونه ترلاسه کړل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱) تیره ورځ، د غزني ولایت د جهادې مدرسې څخه ۷۵ تنو علماؤ د فراغت سندونه ترلاسه او د دستاربندي مراسم یې ترسره شول. یادې فراغت غونډې په مراسمو کې د غزني ولایت والي الحاج مولوي محمد اسحاق (اخندزاده) د غزني ولایت د پوهنې ریاست رئیس مولوي محمد منیر ” منصور” سربېره […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱) تیره ورځ، د غزني ولایت د جهادې مدرسې څخه ۷۵ تنو علماؤ د فراغت سندونه ترلاسه او د دستاربندي مراسم یې ترسره شول.

یادې فراغت غونډې په مراسمو کې د غزني ولایت والي الحاج مولوي محمد اسحاق (اخندزاده) د غزني ولایت د پوهنې ریاست رئیس مولوي محمد منیر ” منصور” سربېره د یاد ولایت د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو، علماء کرامو، او په لسګونو د غزني ولایت مېشتو اولسونو ګډون کړی وو.

په دغه غونډه کې علماء کرامو هر اړخیزي ویناوي وکړې او یاد فارغ شوي علماء يې د رسول الله (ص) وارثین وبلل او زیاده یې کړه چې د دوی مسئولیت د خدای (ج) او د هغه د بندګانو پر وړاندي سر له اوسه پیل شو چې هغه د ټولني اصلاح او اسلام دین ساحه د ځمکې پر سر پراخوالي دی.

په ورته مهال د غزني ولایت والي الحاج مولوي محمد اسحاق (اخندزاده) هم خبرې وکړې او له فارغ شویو زده کوونکو څخه یې وغوښتل چې ځانونه پر عصري او ټیکنالوژي علومو هم سنبال کړي.