غزني: د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۴) د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ په پایین سر ترګان سیمه کې، د خلکو په شخصي لګښت د يوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګټي اخیستني ته وسپارل شوه. په یاده ودانۍ چې شاوخوا پنځه ۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، په یوه پوړ کې په پخه او اساسي ټوګه جوړه شوي […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۴) د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ په پایین سر ترګان سیمه کې، د خلکو په شخصي لګښت د يوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګټي اخیستني ته وسپارل شوه.

په یاده ودانۍ چې شاوخوا پنځه ۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، په یوه پوړ کې په پخه او اساسي ټوګه جوړه شوي چې اته درسي او اداري خوني لري.

د پایین سري ترګان ښوونځي مدیر وایي چې له دې وړاندي به د دغه ښوونځي زده کوونکو تر خېمې لاندي او آزاده فضاي کې درس ویل.

په همدې حال کې د دغه ښوونځي زده کوونکي د یادي ودانۍ له جوړېدو خوښ ښکاري خو لا هم په خپل ښوونځي کې د لابراتور او نورو درسي موادو د کمښت خبره کوي.

د یادوني وړ ده چې له دې وړاندي هم د غزني په جاغورو، ده یک، جغتو او یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د سیمي د خلکو په شخصي لګښت د ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړی شوي دي.