نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳)د غزني د مستوفیت رئیس مولوي ضیاءالحق عثمان د دغې ادارې د کلني راپور ورکولو غونډه کې وویل، په داسي حال کې چې مالې وزارت په اصنافو مالیات له ۱.۵ سلني څخه ۰.۵ سلني ته راکم کړي خو لا هم د دغه ادارې عواید د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیات […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳)د غزني د مستوفیت رئیس مولوي ضیاءالحق عثمان د دغې ادارې د کلني راپور ورکولو غونډه کې وویل، په داسي حال کې چې مالې وزارت په اصنافو مالیات له ۱.۵ سلني څخه ۰.۵ سلني ته راکم کړي خو لا هم د دغه ادارې عواید د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوي دي.
د غزني مستوفي مولوي ضیاءالحق عثمان وایي چې سږ کال مالې وزارت د غزني مستوفیت ته ۴۸۹ میلیون افغانۍ عواید ټارګیټ ټاکلي وو، خو دوی له حمل میاشتي تر اوسه ۲۳۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د تېر کال په پرتله تر اوس ۲۰ سلنه زیات شوي او امکان لري چې دا ارقام لاهم لوړ شي.
هغه د عوایدو د زیاتوالي لامل، د عواید راټولول په شفاف ډول او د فساد نشتون په دغه اداره کې بولي. مسؤلینو دغه راز وویل چې پخوا د غزني ۵ ولسوالۍ د مالېې ورکولو تر پوښښ لاندي وې، خو سږ کال دوی دا کچه۱۱ ولسوالیو ته لوړه کړي ده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.