غزني: د تیرکال په پرتله، د ټرانسپورټ آمریت عواید ۷ برابره زیات شوي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۴) د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي چې دوی د سږکال له حمل تر عقرب میاشتي ۸ میلیونه ۷۹۱ زره ۲۷۸ افغانۍ عواید راټولي کړي دي، په داسي حال کې چې تېر کال په همدوره موده کې دوی ۱ میلیونه ۹۱ زره ۱۳۶ افغانۍ عواید راټول کړي وو. نوموړی زیاتوي، پورته شمیرو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۴) د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي چې دوی د سږکال له حمل تر عقرب میاشتي ۸ میلیونه ۷۹۱ زره ۲۷۸ افغانۍ عواید راټولي کړي دي، په داسي حال کې چې تېر کال په همدوره موده کې دوی ۱ میلیونه ۹۱ زره ۱۳۶ افغانۍ عواید راټول کړي وو.
نوموړی زیاتوي، پورته شمیرو ته په کتو سره یې عواید ۷ میلیونه ۷۰۰ زره ۱۴۲ افغانۍ زیات شوي دي.

د غزني د ځمکني ټرانسپورت آمر مولوي محمد اقبال کلیم الله د دغه آمریت د عواید د زیاتوالي لامل، په عوایدو کې شفافیت، د عوایدو د سرچینو زیاتوالی او د مجاهدینو ګمارل د سړکونو په بنادرو کې د موټروانانو د تېښتي له عواید د مخنیوي په موخه بولي.