نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن ورځ (سي شبنه، ۱۶/۵/ ۱۴۴۳ ه ق): يوه غونډه د ارشاد، حج او اوقافو د رياست په تالار کې د شيخ مولوي عبد المنان “مدني” صاحب تر نظارت لاندې د “کلتوري او ټولنيز وضعيت” د ارزونې په موخه تر سره شوه. په غونډه کې د مرکز او سيمې سني او شيعه قومي مخورو، او […]
نن ورځ (سي شبنه، ۱۶/۵/ ۱۴۴۳ ه ق): يوه غونډه د ارشاد، حج او اوقافو د رياست په تالار کې د شيخ مولوي عبد المنان “مدني” صاحب تر نظارت لاندې د “کلتوري او ټولنيز وضعيت” د ارزونې په موخه تر سره شوه. په غونډه کې د مرکز او سيمې سني او شيعه قومي مخورو، او علماوو په زيات شمېر ګډون وکړ. غونډه رسماً د قرآن کريم په مبارکو ايتونو سره پيل شوه. د غونډي په پيل کې مفتي حمد الله دانشمند راغلو درنو مشرانو ته “ښه راغلاست” وويل، هغوی ته يې سپارښتنه وکړه، چې اسلامي امارت د لوی الله جل جلاله يوه ستره پيرزوينه او لوی نعمت دی، بايد په ګډه يې شکر اداء کړو. تاسو د الله پاک له لوري په خپلو کورنو، کليو او سيمو کې د شرعي تګلارې په پلي کولو مسئول ياست، بايد خپل کشران په سمه او سيده لاره مهارکړئ. په دوهم پړاو کې د غزني ولايت د ارشاد، حج او اوقافو رياست رئيس محترم شيخ مولوي عبد المنان “مدني” صاحب خپله ارزښتناکه او له جذبې ډکه وينا د غونډې برخوالو ته ور واوروله، زياته يې کړه، چې اسلامي امارت له تاسو جوړ امارت ده، کفار او د هغوی مزدوران هڅه کوي، چې زموږ اوستاسو تر منځ واټن رامنځته کړي، خو -ان شاء الله – بريالي به نشي. همداراز يې زياته کړه، چې کفري نړۍ موږ په لوږه وېروي، په داسې حال کې چې د رزق وعده الله پاک را سره کړې، هغه مو هيڅ کله نه هېروي. دعوت د انبياوو عليهم السلام ميراث و، نن ورځ علماوو ته ورپاتې ده او همدوی به يې رهبري کوي. د همدې سپېڅلې نظام ساتل زموږ او ستاسو په ګډه ديني وجيبه او دنده ده. هرچېرته چې مو د سپېڅلي شريعت پر خلاف يو عمل وليد، يا مو يو داسي بدکار، بد فکره او د ناسمې عقېدې وګړی وليد، بايد موږ، يا نورو مسئولو ادارو ته خبر ورکړئ. موږ هر وخت چې وغواړئ، ستاسو په خدمت کې يو، خپله همکاري به هيڅکله له تاسو نه ونه سپموو. د وينا په پای کې يې د غونډې له ټولو ګډونوالو نه له اسلامي امارت سره په پوره همکاري او خواخوږي وعده واخيسته. راغلو مخورو قومي مشرانو هم نوبت په نوبت خبرې وکړې، د همدې سپېڅلې نظام شکر يې اداء کړ. د خبرو پايله د ټولو همداوه، چې موږ له اسلامي امارت نه، چې د الله پاک پر همدې ځورېدلي او کړېدلي هيواد يوه ستره لورونه ده، په سر، مال؛ قلم او ژبه دفاع او حمايه کوو. له تېر فاسد او کاسد لاسپوڅي نظام نه يې د زړه له تله شکايت کاوه. داسلامي امارت فتحه او بريا يې د مکې د فتحې په څير تعبير کړه. د تېر يرغل ماتې يې د اسلامي امارت د مشرانو او اتلو زلمو د ستړياوو او فداکاريو پايله وبلله. راغلو مشرانو په ښار کې د ځينو ګډوډيو، احتکار، نا مشروعو سوداګانو؛ په ځينو ادارو کې د ښځو د ګڼې ګوڼې له کبله شکايت وکړ. د هغوی شکايات به د ارزونې په موخه له اړوندو ادرو سره شريک کړل شي. مفتي حمد الله مبرور صاحب له راغلو مشرانو او د اطلاعاتو او کلتور له همکارانو نه د زړه له تله مننه وکړه. غونډه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.