غازي اباد کې د صحت کې مسؤلینو د غازي اباد او ناړۍ له کلینیکونو لیدنه وکړه

په ټول هیواد کې د فتوحاتو د ګړندي بهیر په دوام څه موده وړاندې د کنړ ولایت دوه مهمي ولسوالۍ ( غازي اباد او ناړۍ ) هم د مجاهدینو د جهادي زیار په نتېجه کې د دښمن له وجود څخه تصفیه او د مجاهدینو لاسته ولوېدلې او په پایله کې یې پراخې سیمې د مجاهدینو […]

په ټول هیواد کې د فتوحاتو د ګړندي بهیر په دوام څه موده وړاندې د کنړ ولایت دوه مهمي ولسوالۍ ( غازي اباد او ناړۍ ) هم د مجاهدینو د جهادي زیار په نتېجه کې د دښمن له وجود څخه تصفیه او د مجاهدینو لاسته ولوېدلې او په پایله کې یې پراخې سیمې د مجاهدینو تر حاکمیت لاندې راغلې.

په دې لړ کې د غازي اباد ولسوالۍ (chc) کلینک او د ناړۍ ولسوالۍ  (Bhc) کلینک هم له هغو ۲ مهمو صحي مراکزو څخه دي چې د موقعیت ساحې یې د مجاهدینو تر حاکمیت لاندې دي.

د راپور له مخې پرون د اسلامي امارت د صحت کمیسیون مسؤلین دغو کلینیکونو ته ورغلي او د یادو صحي مراکزو له ډاکترانو او صحي پرسونل سره یې لیدلي دي.

د لیدني پر مهال هلته په اولسي خدمت بوختو کارکوونکو ته د امنیت په اړه ډاډ ورکړل شوی، د دوی کارونه ستایل شوي، د ستونزو د حل په موخه سلا مشورې شوې او ژمنه شوې چې اسلامي امارت به په خپل ټول توان د عام المنفعه پروژو او صحي مراکزو ساتنه کوي.

همداراز یاد هیئت د سیمې له خلکو او مجاهدینو سره هم کتلي او د اړوندو موضوعاتو په اړه یې له هغوی سره خبرې او سلا مشورې کړې دي.

‏۲۰۲۱‏/۸‏/۱