نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د ۳۴ ولایتونو له ولایتي رئیسانو سره په ترتیب شوې ناسته کې ولیدل. په دغه ناسته کې، چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم خلیفه صاحب سراج الدین […]
د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د ۳۴ ولایتونو له ولایتي رئیسانو سره په ترتیب شوې ناسته کې ولیدل.
په دغه ناسته کې، چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم خلیفه صاحب سراج الدین حقاني حفظه الله هم ګډون درلود، عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله ولایتي رئیسانو ته د دندو د ترسره کولو اړوند د صبر او استقامت درلودلو سپارښتنه وکړه.
عالیقدر امیر المؤمنین ولایتي رئیسانو ته په خطاب کې وویل، چې امربالمعروف او نهی عن المنکر د اسلامي نظام له مهمو موخو او اهدافو څخه دی چې د نظام د استحکام او پایښت سبب کېږي او تر سره کول یې د مسلمانانو ایماني وجیبه ده.
همداراز عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاستونو له کړنو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل تاسو چې د خپلې دندې د ترسره کولو په وخت کې کوم تکلیفونه زغمئ، هغه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سنت دي.
دغه راز امیر المؤمنین حفظه الله په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د امر بالمعروف ریاستونو اړوند محتسبینو له کړنو څخه مننه وکړه او هم یې هغوی ته په خپلو کارونو کې د لا بریا دعاء وکړه.
وروسته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ولایتي رئیسانو هم د اړونده موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه له عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله سره شریک کړل، چې د اسلامي امارت د زعیم له لوري ورسره د ستونزو د حل او په دې برخه کې د هر راز مرستې ډاډ ورکړل شو.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی ۱۸/۵/۱۴۴۴هـ ق ۲۱/۹/۱۴۰۱هـ ش ــ ۲۰۲۲/۱۲/۱۲ م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.