نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د افغانستان د اسلامي امارت زعیم امیرالمومنین شیخ الحدیث والتفسیر حضرت مولانا هبة الله اخندزاده صاحب حفظه الله نن د یوه ځانګړي سفر په ترڅ کې د هلمند سنګین او موسی کلا ولسوالۍ ته سفر وکړ.او هلته یې د ځایي علماء کرامو،مسئولینو او مجاهدینو سره ولیدل. عالیقدر امیرالمومنین په داسي حال کې چې د […]
د افغانستان د اسلامي امارت زعیم امیرالمومنین شیخ الحدیث والتفسیر حضرت مولانا هبة الله اخندزاده صاحب حفظه الله نن د یوه ځانګړي سفر په ترڅ کې د هلمند سنګین او موسی کلا ولسوالۍ ته سفر وکړ.او هلته یې د ځایي علماء کرامو،مسئولینو او مجاهدینو سره ولیدل. عالیقدر امیرالمومنین په داسي حال کې چې د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب،د کجکي ولسوال محترم حاجي مبارک مولوي صاحب،او ګڼ شمېر نور مسئولین او مجاهدین هم ورسره وه د سنګین او موسی کلا ولسوالۍ د علماءکرامو،مسئولینو او مجاهدینو سره ولیدل،او دهغوی سره یې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبري وکړې.د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې ارزښتناکه توصییې او سپارښتنې وکړې او مسئولین یې و خپل راتلونکو مسئولیتونو او دندو ته متوجه کړه.عالیقدر امیر المومنین حفظه الله تعالی په دې سفر کې د موسی کلاولسوالۍ د مسلماني سیمي د فدایانو ومشهوري هدیرې ته ولاړی او هلته یې د شهیدانو وپاکو ارواحو ته دعاء وکړه او هغوی یې د ازادۍ د لاري سپېڅلي شهیدان یاد کړه. دیادولو ده چې د فدایانو په دې ستره مقبره کې د عالیقدر امیرالمومنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی زوی شهید ملا عبدالرحمان خالد هم دفن دی.چې څو کاله وړاندي د هلمند ګرشک ولسوالۍ کې په یوه فدایي حمله کې په شهادت رسېدلی وو.تقبله الله تعالی.
نېټه:/۱۴۴۳/۶/۱۱/ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.