عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د هیواد شمالي، شمال لودېځو او شمال ختیځو ولایتونو ته سفر وکړ

الامارة ۱۴۰۳ د وږي ۱۹ عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ولایتي لیدنو په دوام دا ځل له شمال لوېدیځو، شمالي او شمال ختیځو ولایتونو ( بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز، تخار او بدخشان) ولایتونو څخه د لیدنې پرمهال له ځایې مسؤلینو، علماء کرامو قومي مخورو او ګڼو نورو هیوادوالو سره ليدني […]

الامارة
۱۴۰۳ د وږي ۱۹

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ولایتي لیدنو په دوام دا ځل له شمال لوېدیځو، شمالي او شمال ختیځو ولایتونو ( بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز، تخار او بدخشان) ولایتونو څخه د لیدنې پرمهال له ځایې مسؤلینو، علماء کرامو قومي مخورو او ګڼو نورو هیوادوالو سره ليدني او مجالس کړي دي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په بلخ کې له مسؤلینو، علماء کرامو قومي مخورو سره په دوو جلا لیدنو او مجالسو کې د یاد ولایت د مسؤلینو هڅي ستایلي او هغوی یې د ولس لاښه خدمت کولو ته هڅولي.

همداراز عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په بلخ ولایت کې د شمال زون ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه د لیدنې پرمهال د دې قول اردو مسؤلینو ته هدایات او سپارښتني کړي دي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په مزارشریف ښار کې د شمال زون ولایتونو د علماوو شورا ګانو له مسؤلینو او اعضاوو سره مشورتي ناسته کړې.

په دې ناسته کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله علماء کرامو ته د اتفاق اتحاد او د ولس د ستونزو د حل په اړه سپارښتني وکړې او علماء کرام یې د ولسي اختلافاتو او قومي شخړو حل ته وهڅول او زیاته یې کړه، د افغانستان علماء کرام د ټولني رهنمایان دي، د ولسي ستونزو په حل کې له خپلو مسؤلینو سره په ګډه پوره کوښښ او هلي ځلي وکړئ.

همداراز عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د سمنګان او بغلان ولایت له مسؤلینو سره هم د بلخ ولایت مقام په تالار کې غونډه وکړه، د بغلان او سمنګان ولایت ستونزي یې واورېدې او د حل په موخه یې مسؤلینو ته لازمي سپارښتني او هدایات وکړل.

د همدې لیدنو په دوام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو څخه هم لیدني ترسره کړي او هلته یې د مسؤلینو تر څنګ له علماء کرامو قومي مخورو او ولسي خلکو سره لیدلي او د قومونو ترمنځ یې په یووالي او اتحاد ټینګار کړی.