نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره ۱۴۴۵ ربیع الاول ۵ عالیقدر امیرالمؤمنین شیخصاحب حفظهالله د کندهار ښار د عینو مینې له ۳۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکوه. د کندهار د ولایت مقام د رسنیز دفتر د خبر له مخې،نوموړي ددغه روغتون څخه لیدنه پرون سېشنبه مازدیګر وکړه، چي د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیاتالله مبارک صاحب، د کندهار د […]
الاماره ۱۴۴۵ ربیع الاول ۵ عالیقدر امیرالمؤمنین شیخصاحب حفظهالله د کندهار ښار د عینو مینې له ۳۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکوه. د کندهار د ولایت مقام د رسنیز دفتر د خبر له مخې،نوموړي ددغه روغتون څخه لیدنه پرون سېشنبه مازدیګر وکړه، چي د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیاتالله مبارک صاحب، د کندهار د عامي روغتیا رئیس مولوي محمد آدم مسلم او یوشمېر نورو مسئولینو یې ملتیا کوله.
دغه لیدنه چي پرون مازدیګر ۵ بجې پيل او د شپې تر ۱۱:۳۰ بجو یې دوام وکړ؛ په لړ کي یې عالیقدر امیرالمؤمنین شیخصاحب حفظهالله لومړی پر بستر ناروغانو وګرځېد او د هغوی حال یې له نژدې واخیست، ټولو ته یې د خدای جلجلاله د لوی دربار څخه د روغتیا غوښتنه وکړه، شیخ صاحب حفظهالله تر هغه وروسته ددغه روغتون د واټونو او ټولو برخو څخه لیدنه وکړه او ورپسې یې ددغه روغتون د مسئولینو او روغتیايي پرسونل ستونزي او غوښتني واورېدې، چي د بشپړي همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظهالله په وروستیو کښي د بستر ناروغانو ترڅنګ ددغه روغتون د ټول روغتیايي پرسونل سره نغدي مرسته هم وکړه.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.