عاليقدر أمير المؤمنين په ځانګړي سفر هلمند ته تللی هلته یې له علماوو، مسئولینو او مجاهدینو سره لیدنې کړي

د افغانستان د اسلامي امارت زعيم أمير المؤمنين شيخ الحديث والتفسير مولوي هبة الله اخندزاده صاحب حفظه الله تعالی د تېرو دوه ورځو په جریان کې هلمند کي د ګڼ شمېر مسؤولينو (والي محترم طالب مولوي صاحب،داستخباراتو رئیس محترم ابوخالد صاحب، امنيه قومندان محترم ملامحمدنعیم معتمدصاحب، د عزم قول اردو قومندان محترم تقي صاحب،د محاکمو […]

د افغانستان د اسلامي امارت زعيم أمير المؤمنين شيخ الحديث والتفسير مولوي هبة الله اخندزاده صاحب حفظه الله تعالی د تېرو دوه ورځو په جریان کې هلمند کي د ګڼ شمېر مسؤولينو (والي محترم طالب مولوي صاحب،داستخباراتو رئیس محترم ابوخالد صاحب، امنيه قومندان محترم ملامحمدنعیم معتمدصاحب، د عزم قول اردو قومندان محترم تقي صاحب،د محاکمو د مسئولینو، دریاستنو درئیسانو، دلیواءګانو، کنډکانو او معسکراتو قوماندانانو، ولسوالانو،د ولسوالیو امنیه قوماندانانو او د مرکز لښکرګاه داستخباراتو او قوماندانۍ دټولو حوزو د مسئولینو سره په جلاجلا ناستو کي وکتل.

يادې لیدني کتني چي د هلمند ولایت مقام کي تر سره شوې.
لومړی له امير المؤمنين سره تر ستړي مشي وروسته د امير المومنين سره د مل پلاوي څخه دوو علماء کرامو په پښتو او دري ژبه ويناوي مسؤولينو ته واورولې، وروسته أمير المؤمنين حفظه الله خپله ارزښتناکه وينا په حمد او صلوة سره پيل کړل او د هلمند ولایت ټولو مسؤولينو ته او دمجاهدینو په واسطه يې ټول ولس نر او ښځو ته د وروستیو فتوحاتو مبارکي وويل، خاص دهلمند ولایت او دهیواد دټولو مجاهدینو، علماء کرامو او عام ولس بې شمېره قربانۍ يې وستايلې او خوښي يې وښودل چي اوس د داسي اتلانو په منځ کي قرار لرم چي نړيوال پنځه ستوریز جنرالان او بد معاشان يې پر ګونډو کړل.

أمير المؤمنين له ټولو مسوولينو څخه وغوښتل، چي د الله ﷻ د دې ستر نعمت (آزادۍ) شکر ادا کړي او د اسلامي نظام د تطبيق او ولس ته د پوره خدمت په موخه په ټول توان هلي ځلي وکړي، هغه حفظه الله زياته کړه، چي خپل منځ کي اتحاد او اتفاق وساتئ، مسؤوليتونه اهل او وړ کسانو ته وسپارئ، د بيت المال کلکه ساتنه وکړئ پر خپلو ماتحت کسانو شفقت او رحم وکړئ، هر مسؤول د خپلي دندي اړوند پوره معلومات تر لاسه او بیا یې د اصولو موافق اجرائات خپل دنیوي او اخروي دنده وګڼئ !
نظامي معسکرات پياوړي کړئ، ټولو مجاهدينو ته عقيدوي، فکري او بدني رزونه او تربيه ور کړئ، د علماؤ، مشرانو او ولس پوره قدر او درناوی وکړئ، په هر کار کي له علماؤ او مشرانو سره مشورې وکړئ.او تر نهایي کولو وروسته یې په اړه جدي اقدامات ترسره کړئ ! د لوی خدای جل جلاله د احکامو په تعمیل کې د ملامتونکي د ملامتیا څخه مه بېرېږئ !
همداراز يې وويل: تاسو يوازي د خلکو د ظاهري امنيت مسوول نه ياست بلکي د هغوئ د عقېدې، فکر او نظريې ساتنه او تنوير ستاسو مهمه دنده او مسووليت دی.

أمير المؤمنين امنيتي مسوولينو ته په خطاب کي وويل: تر دقیقو معلوماتو وروسته اقدام کوئ، هڅه باید وکړئ چي ولس درڅخه ازار او اذیت نشي او د عمومي عفوي (ټولبښني)څخه بايد سرغړونه ونکړئ.

أمير المؤمنين مجاهدينو او ولس ته ډاډ ور کړ، چي په افغانستان کي به اسلامي شريعت او عدالت پلی کېږي چي همدا زموږ د جهاد اصلي هدف او مرام وو، قاضيانو ته يې ځانګړي خطاب کي وويل: په محاکمو کي سپارښتنې او واسطې مه منئ، که هر څوک جرم کوي بايد سزا وويني.هغه د محاکمو مسئولین خپل نائبان یاد کړه او زیاته یې کړه چې د قضاء په چارو کې هیڅوک د مداخلې کولو حق نلري.

هغه وویل د الله ﷻ او ولس رضائيت او خوښي تر هر څه راته لومړيتوب لري،
په ګډه به هڅه او هاند کوو چي خپل ولس خوشاله وساتو او پوره خدمت يې وکړو.
امیر المؤمنین حفظه الله په هلمند ولایت کي دعلماوو شوراء جوړه کړه چي وروسته به یې تشکیل مکمل او اعلان سي.

ياد مجالس چي دوه ورځي يې دوام درلود په اختتاميه دعا سره پای ته ورسېدل.

نېټه:/۱۴۴۳/۶/۱۱/ هــ ق

د اطلاعاتو فرهنګ ریاست !